تازه خبرونه

طالبانو تېره شپه د غزني ولایت پر ده یک ولسوالۍ برید کړی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۳, ۱۳۹۹)

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ پر مرکز ډله ییز برید کړی، چې په کې د ولسوالۍ ودانۍ ویجاړه شوې ده.

دوی څرګنده کړې، چې په دې برید کې امنیتي ځواکونو ته ځاني زیان هم اوښتی؛ خو په دې اړه بشپړ معلومات تر دې دمه وړاندې شوي ندي.

طالبانو په ډاګه کړې، چې په دې برید کې لسګونه امنیتي ځواکونه وژل شوی دي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ لومړی په اړوند سیمه کې چاودنه رامنځته شوې او بیا طالب جنګیاليو پر امنیتي ځواکونو او د دې ولسوالۍ پر ودانۍ بریدونه تر سره کړل.

طالبانو دا هم ویلي، چې په دې برید کې د ده یک ولسوالۍ ودانۍ او امنیه قومنداني پوره ویجاړ شوي او امنیتي ځواکونو ته هم ډېره مرګ و ژوبله اوښتې ده.

کورنیو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version