تازه خبرونه

طالبانو تېره شپه د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ ۱۳ پولیس وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د فراه د بکواه په ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز د وسلوالو طالبانو په برید کې ۱۳ پولیس وژل شوي دي.

د پولیسو دغه مرکز د بکواه ولسوالۍ په مرکز کې پروت دی،چې طالبانو پرې د جمعې پر شپه برید کړی دی.

د بکواه ولسوال غوث الدین خانوایي، د طالبانو په حمله کې ۱۳ پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا، اته نور پولیس ورک دي،چې ښایي له طالبانو سره یو ځای شوي وي او دغه حمله به یې هم پلان کړي وي.

سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چېسیمې ته د ملي اردو په ور رسیدو طالبان تښتیدلي او  دغې ډلې ته هم تلفات اوښتي دي.

Trending

Exit mobile version