تازه خبرونه

طالبانو حکومت ته د سولې له پاره غوښتنې وړاندې کړې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وينا په دې وروستیو کې له طالبانو سره خبرې شوې دي او حکومت ته يې مشخصې غوښتنې وړاندې کړې دي چې غوښتنې یې تر څېړنې لاندې دي.

په همدې حال کې اروپایي ټولنې ټینګار کړی چې د افغانستان د حکومت د سولې دروازې پرانیستې دي او مخالفان باید له دې فرصت استفاده وکړي.

د کابل – اسلام آباد په اړیکو کې تر ترینګلتیا وروسته د سولې خبرې اترې هم غلې شوې دي، خو د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په یوه غونډه کې له طالبانو سره د سولې په پروسه کې د پرمختګ خبر ورکړ. هغه وویل، طالبانو له افغان حکومت مشخصې غوښتنې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال خليل حکمت کرزی وايي: “د سولې له پاره دروازې پرانیستي دي، له طالبانو سره تعاملات او بحثونه شوي، مشخصې غوښتنې شوي او دولت دغه غوښتنې څېړي.”

اروپایي ټولنه د سولې خبرو اترو له پاره اتلس میاشتنۍ هڅې ښه فرصت بولي.

د افغانستان له پاره د اروپایي ټولنې استازی فرانس مایکل ملیبن وايي: “یوه موده کېږی چې افغانستان د سولې په هڅه کې دی د هغو له پاره چې د سولې په لټه کې دي د سولې له پاره فرصت برابر شوی او د افغان دولت او نړیوالې ټولنې لخوا هم علاقه شته.”

خو د سولې د تامین بیه څومره ده؟

اجرايه رييس عبدالله عبدالله وايي: “موږ د سولې په بهير باور لرو، خو دا په دې معنا نه ده چې بېرته پخوانيو سياليو ته لاړ شي او پخوانۍ کړنې له سره پيل کړي، تاريخ به دويم ځلي دا پرېکړه وکړي.”

د افغانستان د سولې په بهیر کې تازه اقدام دا دی چې افغان حکومت له ملګرو ملتونو غوښتي چې د ګلبدین حکمتیار نوم له تور نوملړ وباسي. 

Trending

Exit mobile version