تازه خبرونه

طالبانو خپلو قومندانانو او واليانو ته د تیارسئ سپارښتنه کړې- راپور

Published

on

د این بي سي نیوز د جمعې پر ورځ څرګنده کړې؛ په افغانستان کې د جوبایډن بهرنۍ تګلاره او د سولې هوکړې بابیزه ګڼل د دې لامل شوي، چې طالب جنګیالي د جګړې ډګر ته ستانه شي.

پوځي سرچینو این بی سی نیوز ته ویلي؛ طالب جنګیالیو خپلې ژمنۍ رخصتۍ؛ ځکه پای ته رسولي او د جګړې لومړۍ کرښې ته ستانه شوي، چې د بایډن حکومت تر می میاشتې خپل ټول امریکایي سرتېري له افغانستان څخه نه وباسي.

په هلمند کې د طالبانو یوه لوړپوړي قومندان ویلي: طالبان، قومندانان او والیان چمتو شوي، چې خپلو سنګرونو ته ستانه شي او په راتلونکیو ناستو کې پخپلو نویو کړنلارو خبرې وکړي.

دغه طالب قومندان زیاته کړې: په امریکا کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو سره د خپلمنځي خبرو د پر تپه ولاړ حالت په ګډون ډېرې نورې مسلې هم شته، چې د تحریک مشران باید پرې خبرې وکړي؛ ځکه پر راتلونکي یې شکونه رامنځته کړي دي.

پنټاګون تېره اوونۍ څرګنده کړې وه، چې امریکا کېدی شي په افغانستان کې خپل سرتېري راکم نکړي؛ ځکه، چې طالبانو د سولې تړون شرایط  پلي کړي ندي.

پنټاګون ټینګار کړی؛ له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل او شاتګ له دې شرط سره تړلي، چې طالبان د تېرکال په لاسلیک شوي تړون کې خپلې ژمنې پوره کړي.

امریکا د تېرکال د فبرورۍ پر ۲۹ له طالبانو سره د سولې راوستلو تړون لاسلیک کړ، چې دا هېواد به د خپلو ځواکونو شمېر له ۱۳۰۰۰ څخه د اپریل تر میاشتې ۲۵۰۰ ته راکښته کوي او د ۲۰۲۱ کال تر می پورې به صفر کیږي.

همدارنګه له طالبانو سره د شوې هوکړې له مخې پر بهرنیو ځواکونو به بریدونه نه کیږي او خپلمنځي خبرو ته به زمینه برابریږي.

اوړمه ورځ د امریکا د کانګرس پر سپارښتنه د افغانستان د مطالعې ډلې دغه بنسټ ته یو نوی راپور وړاندې کړ، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو بشپړ وتل به پرته له تاوتریخوالي کمولو او د سولې په خبرو کې له پرمختګه ناشوني وي؛ ځکه دا کار به دولت سقوط او د کورنۍ جګړې پیل ته زمینه برابره کړي.

Trending

Exit mobile version