تازه خبرونه

طالبانو د اسمعیل خان په ګډون د حکومت يو شمېر چارواکي ونیول

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۳, ۱۴۰۰)

په هرات کې له پرلپسې نښتو وروسته پخوانی جهادي قومندان اسماعیل خان، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال، د هرات والي او د هغه مرستیال، امنیه قومندان او ملي امنیت مشر طالبانو ته تسلیم شول.

طالبانو منلې، چې اسماعیل خان او د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمان رحمان، د قول اردو قومندان خیال نبي احمدزی، د هرات والي عبدالصبور قانع، د ملي امنیت مشر حسیب صدیقي او یو شمېر نور دوی ته تسلیم شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ طالبانو د هرات له عمومي زندانه درې زره بندیان خوشې کړي دي.

د هرات اوسیدونکي وايي، چې طالبان پر ټول ښار واکمن دي.

امیر اسماعیل خان په یوه ویډیو کې ویلي، چې پېښه ناببره رامنځته شوې او د ویلو لپاره ډېر څه نلري.

 په دې ویډيو کې امیر اسماعیل خان په خپل کور کې ښکاري، چې شاوخوا یې ګڼشمېر وسلوال طالبان ولاړ دي؛ له تسلیمیدو وروسته په یوه ویډیو کې ویلي چې په افغانستان کې د سولې او ورورولۍ غوښتونکی دی.  

په یوه شپه او ورځ کې طالبانو پر هرات سربېره، د بادغیس مرکز قلعه نو، د غور مرکز فیروزکوه، د لوګر مرکز پل علم، د زابل مرکز کلات، او د روزګان مرکز ترینکوټ نیولي دي.  

د روزګان والي مخکې له دې، چې روزګان ونیول شي ویلي وه؛ د بېخبناوو د نه ویجاړېدو په اړه خبرې روانې دي.

د افغانستان په شمال کې ځينې د مارشال دوستم پوځي خوځښت ته سترګې په لاره دي.

مارشال دوستم ويلي، چې پر مزار شریف یې د طالبانو څو بریدونه پر شا تمبولي دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي، چې په هیڅ شرایطو کې له طالبانو سره د امتیاز پر سر معاملې ته حاضر ندی.

هغه پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: قسم پر الله، چې د خپل رهبر لاره به نه پرېږدم او نه به یې پر میراث تور داغ ولګوم. هغه ویلي وه، چې د خولۍ په کچه ځمکه ور پاتې وي؛ ټینګار او مقاومت به روان ساتم. دمګړۍ د خپلو پلانونو د ښکارولو اړتیا نه وینم.

امرالله صالح د خپلو پلانونو په اړه څه ونه ویل، چې د طالبانو پر وړاندې څه کول غواړي.

طالبانو تر اوسه د هېواد د ۱۸ ولایتونو مرکزونه نیولي دي.

Trending

Exit mobile version