تازه خبرونه

طالبانو د افغانستان خلکو ته جګړه بایللې – اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۸, ۱۴۰۰)

ولسمشرۍ څرګنده کړې، چې ولسمشر غني نن سهار دوشنبه د چنګاښ ۲۸ د یوه لوړپوړي پلاوي پر مشرۍ د هرال د امنیتي حالت د کتنې او څېړنې اأاره دغه ولایت ته سفر کړی دی.

ارګ ماڼۍ هرات ته د ولسمشر اشرف غني د ننني سفر په تړاو لیکلي، چې ولسمشر هرات ته له رسېدو سره سم  ۲۰۷ ظفر قول اردو ته ولاړ او هلته یې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره وکتل.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د قول اردو قوماندان د امنیتي وضعې په اړه ولسمشر ته راپور ورکړ او هغه هم د هېواد په لویدیځ کې امنیتي او دفاعي چارواکو ته د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره لارښوونې وکړې.

ولسمشر اشرف غني ویلي، چې طالبانو د افغانستان له خلکو سره جګړه بایللې دی.

ولسمشرۍ د اشرف غني د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې: طالبانو له خلکو سره جګړه بایللې او د ټولې نړۍ د اسلام علمانو د هغوی جګړه نا مشروع ګڼلې ده.

دغه راز ولسمشر غني طالبان تورن کړي، چې عام المنفعه ودانۍ یې ویجاړې کړي دي.

اشرف غني په دې اړه ویلي: مونږ ۱۰۰۰ جوماتونه ودان کړي؛ خو طالبانو ۴۳ جوماتونه شهیدان کړل؛ مونږ ښوونځي جوړوو او هغوی یې سوځوي.

د ارګ ماڼۍ د څرګندونو له مخې؛ ولسمشر د دې سفر په بهیر کې امنیتي ځواکونه د امنیت خوندي کولو له کبله ستایلي دي.

ولسمشر غني په داسې وخت کې هرات ته تللی، چې د دغه ولایت ګڼې ولسوالۍ له څو وروستیو اوونیو راپدیخوا د افغان پوځیانو او طالبانو ترمنځ لاس پر لاس شوې. ان تر دې، چې د طالبانو جنګیاليو د اسلام کلا بندر ونیوه له ایران سره د افغانستان دغه مهم ترانزیټي بندر څو ورځې تړلی پاتې شو.

Trending

Exit mobile version