تازه خبرونه
طالبانو د افغانستان پلازمېنې ته د نږدې ولایت ولسوالي ونیوله
سیمه ییزو چارواکو او امنیتي ځواکونو منلې، چې وسلوالو طالبانو د سې شنبې پر ورځ پلازمېنې کابل ته نږدې په میدان وردګ ولایت کې د نرخ ولسوالي ونیوله او حکومتي ځواکونو ترې شاتګ کړی دی.
د نرخ ولسوالۍ نیول او د تاوتریخوالي ډېرېدل په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې حکومت د طالبانو لخوا د کوچني اختر په درې ورځو کې د اوربند له اعلانه هرکلی کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین رویټرز ته څرګنده کړې، چې حکومتي سرتېرو له طالبانو سره له سختې نښتې وروسته د نرخ ولسوالۍ له مرکزه تکتیکي شاتګ کړی، چې د کابل دروازه ګڼل کیږي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې څرګنده کړې، چې طالبانو د نرخ ولسوالۍ د نیولو په بهیر کې د افغان امنیتي ځواکونو یو شمېر سرتېري وژلي او نیولي دي.
هغه زیاته کړې، چې دوی د وسلو او مهماتو یوه زیرمه هم کشف او تر لاسه کړې ده.
افغان حکومت په دې جګړه کې د امنیتي ځواکونو د ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویلي.
طالبان د کابل په لودیځ میدان وردګ او جنوب لوګرولایتونو کې پراخ شتون لري.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ افغان چارواکي ويلي، چې طالبان دغه ولایتونه په پلازمېنه کابل کې د برید او چاودنو لپاره کاروي.
د میدان وردګ والي عبدالرحمن طارق آریانا نیوز ته د ولسوالۍ سقوط تائید کړی او څرګندوي؛ له بده مرغه پرون د یو جوړ جاړي په پایله کې طالبانو دغه ولسوالي ونیوله او امنیتي ځواکونو ترې تاکتیکي شاتګ وکړ.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د چارشنبې پر ورځ په خپل ټویټ کې په ډاګه کړې، چې افغان کومانډو ځواکونه میدان وردګ ولایت ته رسیدلي او له نرخ ولسوالي به د طالبانو ادیره جوړه شي.