تازه خبرونه

طالبانو د افغانستان په ختیځو سیمو کې نوی ځواک جوړ کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طالبانو د افغانستان په ځینو ختیځو سیمو کې د منتظره قطعو په نوم نوی ځواک جوړ کړی، چې یوازې ځوانان روزي او د ‘داعش’ پرخلاف یې جگړې ته چمتو کوي.

 

د طالبانو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي، چې په ځینو سیمو کې د ولسوالۍ په کچه د دغه ځواک جوړښت رامنځته شوی.

 

ویل کیږي، چې دې نوي طالب ځواک ته د نورو طالب وسلوالو په پرتله ډېر او پر مختللي پوځي امکانات او امتیازات ورکول کیږي.

 

د کونړ او نورستان یو شمېر اوسیدونکي وايي، دغه وسلوال طالب ډلگي ته ځینې هغه ځوانان ورځي، چې د داعش نومې ډلې له راتگه ډارول شوي دي.

Trending

Exit mobile version