تازه خبرونه

طالبانو د افغانستان څلور نورې ولسوالۍ هم ونیولې

Published

on

د کندوز، فراه، غور او زابل ولایتي شوری ګانو غړیو ویلي، چې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا علي آباد، ساغر، ارغنداب او لاش او جوین ولسوالۍ طالبانو نیولي دي.

ویل کیږي، چې د هېواد په شل ولسوالیو کې د جګړو راپورونه ورکړي؛ په پکتیا کې دوه څلوېښت پاڅونوال طالبانو ته تسلیم شوي او په ننګرهار کې پر یوه کور د هوان ګولې لګیدلې او شپږ کسانو ته یې مرګ و ژوبله اړولې ده.

د طالبانو لخوا د ولسوالیو د لاندې کولو د بریدونو پر دوام د یکشنبې پر ورځ د زابل ارغنداب ولسوالي طالبانو نیولې ده.

حکومت وايي، چې له دې ولسوالي په تکتکي توګه وتلي دي.

د زابل ولایتي شوری مشر عطا جان حق بیان ویلي: مقر ولسوالي ټوله طالبانو نیولې؛ دوی د ملي اردو کنډک ته ولېږدول شول او ملي اردو هم تکتیکي شاتګ وکړ او له ولسوالۍ ووتل.

په غور او فراه کې خپلواکې سرچینې وايي، چې طالبانو د ساغر ولسوالۍ نیولي او د فراه په پشت رود کې جګړه روانه ده؛ خو حکومتي سرچینې په دې اړه څه نه وايي.

د اتل قول اردو مسوولین وايي، چې له خلکو سره له سلا مشورو وروسته یې پرېکړه کړې، چې ځينې ولسوالۍ نورو سیمو ته ولیږدوي.

د پوځ مسوولین نه مني، چې ګواکي دا ولسوالۍ طالبانو په جګړه کې نیولې دي.

د کندوز د ولایتي شوری غړي وايي، چې طالبانو د یکشنبې پر سهار د علي آباد ولسوالي او څو پوستې نیولې؛ خو حکومتي چارواکي دا خبر نه تائیدوي.

د ختیځ او سویل ختیځه ولایتونو په نهه ولسوالیو کې هم د سختو نښتو راپورونه تر لاسه شوي؛ د پکتیا مرکز ګردیز ته نږدې دوه څلوېښت پاڅوانوال طالبانو ته تسلیم شوي او په ننګرهار کې پر یوه کور د هاوان ګولي لګیدلې، چې پېځه کسانو ته یې مرګ و ژوبله اړولې ده. د بلخ په شولګره کې هم نښتې شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي، چې په تېرو څلیریشت ګړیو کې یې یو سل و یو اتیا وسلوال طالبان وژلي دي. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې د طالبانو د ځپلو لپاره د افغان ځواکونو وړتیاوې پیاوړې شوې؛ خو پر وینا یې طالبانو پر ملکي سیمو بریدونه پیل کړي دي.

Trending

Exit mobile version