تازه خبرونه

طالبانو د امریکا له راتلونکي ولسمشره د دوحې هوکړې د منلو هیله کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۹, ۱۳۹۹)

طالبانو د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د جو بایدن له بریا وروسته ویلي؛ دوی هیله لري، چې د امریکا راتلونکی ولسمشر به د دوحې هوکړه ومني.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پرون (یکشنبه د لړم ۱۸) ویلي، چې د دوحې تړون د امریکا په ګټه دی او باید دغه هېواد د تړون په لیکنه کې د بدلون غوښتنه ونکړي.

نعیم زیاته کړې: دا تړون د افغانستان او د امریکا د خلکو ګټې خوندي کوي. دا تړون باید له هوکړې سره سم پلي شي او له بدلونونو ځار نشي.

نوموړي زیاته کړې: مونږ تمه لرو، چې د سولې روان بهیر او له امریکا سره لاسلیک شوی تړون پخپل ځای پاتې شي.

د امریکا او طالبانو د سولې راوستلو په تړون کې طالبانو ژمنه کړې؛ نړیوال ځواکونه به نه په نښه کوي، د نورو ډلو لکه القاعده او داعش مخه به نیسي او پر لویو ښارونو به بریدونه نکوي.

همدارنګه افغانانو هم د جوبایدن له بریا هرکلی کړی او هیله څرګندوي، چې د امریکا راتلونکی ولسمشر به افغانستان ته د سولې او ثبات د راوستو لپاره د امریکایي سرتېرو ایستل وځنډوي.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي وه، چې په راتلونکي کال کې به له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي او سرتېري به نوی کال په خپلو کورونو کې نمانځي.

جوبایدن د خپل کمپاین په بهیر کې ویلي وه؛ هغه به په افغانستان کې لږ شمېر سرتېري وساتي، چې داعش او القاعده امریکا ته ګواښ رامنځته نکړي او هغه په ​​افغانستان کې د امریکا لخوا د ملت جوړونې له پروګرام سره په کلکه مخالفت کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی.

طالبانو ويلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې راوستلو تړون مشروط تړون دی، چې د امریکایي ځواکونو پر وتلو او د افغانانو ترمنځ د خبرو پیلولو ته لار اواروي.

د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو د سولې راوستلو تړون د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹ د قطر په دوحه کې لاسلیک شوی دی.

Trending

Exit mobile version