تازه خبرونه
طالبانو د امریکا پر پوځي اډو د توغندیو پر توغولو د دوحې له تړون سرغړونه کړې
(Last Updated On: وږی ۱۰, ۱۳۹۹)
ویل کیږي، چې طالبانو په تېرو څو اوونیو کې د امریکا د اردو پر اډې او د امریکا – افغان ګډې اډې یو شمېر توغندي توغولي، چې دا د دوحې له تړون ښکاره سرغړونه ده.
نیویارک تایمز د یکشنبې پر شپه په ډاګه کړه، چې د جولای په وروستیو کې شاوخوا توغندي د هلمند ولایت پر باسشین پوځي کمپ توغول شوي دي.
دغه راز په تېره اوونۍ کې یو شمېر توغندي د هلمند ولایت پر دویر کمپ هم توغول شوي دي.
دغه راپور طالبانو رد کړی دی.
یوه پوځي چارواکي نیویارک تایمز ته ویلي؛ ښایي دا توغندي د طالبانو هغې ډلې توغولي وي، چې د دوحې د تړون مخالف دي.
له دواړو توغندیزو بریونو د ځاني زیان راپور ورکړشوی ندی.
د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹ د سولې رامنځته کولو یو تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې طالبان د امریکا یا ناتو پر تاسیساتو له برید کولو ډډه کوي.