تازه خبرونه

طالبانو د امریکا په ټاکنو کې له دونالد ترمپ ملاتړ رد کړ

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۰, ۱۳۹۹)

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نن (یکشنبه د تلې ۲۰) ویلي، چې له سي بي اس خبري سرچینې سره زما خبرې، چې ګویا د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې به مونږ له دونالد ترمپ ملاتړ کوو؛ ناسمې تعبیر شوې دي.

مجاهد په داسې حال کې دا تور رد کړ، چې سي بي ایس نیوز تېره شپه راپور ورکړ؛ مجاهد شبکې ته په تیلیفوني مرکه کې ویلي: مونږ هیله لرو، چې هغه (ترمپ) انتخابات وګټي او په افغانستان کې د امریکا پوځي شتون پای ته ورسوي.

سي بي ایس زیاته کړې، چې طالب ویاند په روغتون کې پر کرونا ناروغۍ د ترمپ پر اخته کیدو هم اندېښنه ښودلې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: سي بي اس امریکايي رسنۍ زما خبرې ناسمې تعبیر کړي او نشر کړي دي. هغه څه، چې هغوی نشر کړي؛ هغسې کومه خبره نده ورته شوې.

یو بل طالب چارواکي هم سي بي اس ته ویلي؛ مونږ پرکرونا ناروغۍ د ترمپ پر اخته کیدو اندیښنه درلوده؛ خو ښکاري، چې مخ پر ښه کیدو دی.

یو بل طالب چارواکي څرګنده کړې؛ ترمپ ممکن نورې نړۍ ته مسخره وي، خو هغه طالبانو ته یو هوښیار سړی دی.

له راپورونو سره سم د طالبانو یو بل لوړ پوړي غړي د امریکا ولسمشر ستایلی او زیاتوي: په رښتیني توګه ترمپ له هغې ډېر صادق و، چې مونږ یې فکر کاوه. حتا مونږ په کمپ دیوید کې له طالبانو سره د هغه د خبرو وړاندیز هم حیران کړي وو؛ خو دا ناسته وروسته له هغې لغوه شوه، چې په کابل کې یو امریکایي سرتېری د طالبانو لخوا ووژل شو.

اکسیوس راپور ورکړی، چې د ترمپ د تاکنیزې ډلې ویاند مارتو په ډاګه کړې؛ مونږ د دوی ملاتړ رد وو او طالبان باید پوه شي، چې د امریکا ولسمشر ته د امریکا ګټې ارزښت لري او د جو بایدن په پرتله، چې  د اسامه بن لادن او قاسم سلیماني د شړلو مخالفت و.

دا په داسې حال کې دهو چې د امریکا ولسمشر خپلې ټاکنیزې هڅې پیل کړې دي.

Trending

Exit mobile version