تازه خبرونه
طالبانو د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره د دوستانه اړیکو ډاډ څرګند کړ
له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو پوځونو له وتلو سره سم طالبانو د هېواد ملي خپلواکي اعلان کړه او د امریکا په ګډون یې له نړۍ سره د دوستانه اړیکو غوښتنه وکړه.
د کابل نړیوال هوايي ډګر له لارې د وروستي امریکايي سرتېري له وتلو وروسته د طالبانو جګپوړيو غړیو په دې ډګر کې د افغانستان ملي خپلواکي اعلان کړه.
دوی ویلي، چې د امریکا په ګډون به له ټولې نړۍ سره د متقابل احترام له په پام کې نیولو سره اړیکې او همکاري وپالي.
د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارسمبالي ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې، چې له دې وروسته به افغانستان د نړي لپاره ګواښ نه وي.
نوموړي ویلي: اسلامي امارت له امریکا او ټولې نړۍ سره د ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې د نیکو دوه اړخیزو اړیکو غوښتونکی دی او نه غواړي، چې د ګواښوونکي ونومول شي.
طالبانو ويلي؛ ډېر ژر به قوي اسلامي نظام جوړ کړي، چې کورنیو او بهرنیو ستونزو ته به د پای ټکی کیښودل شي.
د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مرستیال احمد الله وثیق وایي: اوس افغانستان له ملي خپلواکۍ برخمن شو ډېر ژر به کابینه او حکومتي جوړښت رامنځته او د نظام کار پیل او هغه ستونزې، چې له تېر حکومت پاتې دي حل او خلک به عادي زوندانه ته راوګرزي.
د نړي ډېرو هېوادونو ویلي، چې د طالبانو لخوا د بشري حقونو، د ښځو حقونو او مدني آزادیو ته د درناوي په صورت کې به له طالبانو سره اړیکې وپالي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د افغانستان د ملي ګټو پر خوندي کولو ټینګار کړی دی.