تازه خبرونه

طالبانو د امنیتي ځواکونو لسګونه بندیان خوشې کړل

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۶, ۱۳۹۹)

 طالبانو ویلي؛ په کندهار ولایت کې یې د افغان حکومت ۵۳ امنیتي او دفاعي ځواکونه، چې په مخامخ جګړه کې نیول شوي وه؛ له بند خوشې کړي دي.

 طالب ویاند قاري یوسف احمدي پرون (جمعه د کب ۱۵) په یوه ټویټ کې د دغو بندیانو خوشې کیدل تائید کړي دي.

آریانا نیوز ته رسېدلی نوملړ ښیي، چې دغه امنیتي او دفاعي ځواکونه له تېرو څو میاشتو راپدیخوا په ارغنداب، سپین بولدک، معروف، ارغستان، پنجوايي، شاولي کوټ او میوند ولسوالیو کې نیول شوي دي.

له تېرکال راپدیخوا د کندهار په دې ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې نښتې شوي، چې په پایله کې یې زرګونه کورنۍ بېځایه شوي دي.

افغان حکومت تر دې دمه د امنیتي ځواکونو د خوشې کیدو په اړه څه ندي ویلي.

دغه راز امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې د عملیاتو په بهیر کې د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ د طالبانو له زندانه ۳۰ سرتېري او ملکي وګړي راخوشې کړي دي.

دغه بندیان له هغې وروسته خوشي شول، چې د دوحې د هوکړې له مخې طالبانو ۱۰۰۰ او حکومت له ۵۰۰۰ ډېر طالب بندیان خوشې کړي دي.

طالبانو په ځلونو د نورو بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې؛ خو افغان حکومت د طالبانو غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي، چې د بندیانو له خوشې کیدو سره تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تېره میاشت ویلي وه، چې د طالبانو خوشې کولو تاوتریخوالی ډېر کړی او طالبانو له القاعدې سره اړیکې هم پرې کړې ندي.

Trending

Exit mobile version