تازه خبرونه

طالبانو د تاوتریخوالي کچه لوړه ساتلې – امریکا

Published

on

(Last Updated On: کب ۷, ۱۳۹۹)

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کنټ مکنزي د پنجشنبې پر ورځ( د کب ۷) ویلي؛ امریکا او ناټو به حالاتو ته په کتو له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستو په اړه پرېکړه وکړي.

 د امریکا د پوځ د مرکزي قومنداني قومندان جنرال کنټ مکنزي څرګنده کړې، چې اوس هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه ده او اصلي عامل یې طالبان دي.

نوموړي دا ټینګار هم کړی؛ داسې هیڅ نښه نشته، چې طالبانو دې له القاعده سره اړیکې پرې کړې وي.  

د امریکا د پوځ د مرکزي قومنداني قومندان جنرال کنټ مکنزي د بریوت انسټیټوټ په انلاین ناسته کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې سیاسي هوکړې ته له رسېدو ملاتړ کوي؛ خو طالبانو د دوحې هوکړه سمه پلې کړې نده. 

د امریکا د پوځ د مرکزي قومنداني قومندان جنرال کنټ مکنزي څرګنده کړې: له بده مرغه مونږ تر اوسه هم د تاوتریخوالي له حده ډېره کچه وینو او زه ډېره پړه پر طالبانو اچوم، چې خپل بریدونه او موخه ییزې وژنې یې روانې ساتلې دي. تر اوسه مو له القاعده سره د طالبانو لخوا د اړیکو د پرېکون نښه هم نده لېدلې. په همدې خاطر اوس په دې رښتیني شکونه شته، چې طالبان دې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شوي وي.

دغه راز د افغانستان د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي غړی آمین احمدي ویلي، چې له طالبانو سره سوله ګرانه ده؛ ځکه دوی تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

دغه راز جرمني د لس میاشتو لپاره په افغانستان کې خپل ماموریت وغزاوه او اعلان یې وکړ، چې شرایطو ته په کتو به پرېکړه وکړي.

د افغانستان امنیتي بنسټونو مسوولینو ویلي، چې که طالبان سوله ونکړي؛ وبه ځپل شي.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل ویلي: د افغانستان خلک او حکومت سولې ته ژمن دي. یوازې هغه کسان سولې ته ژمن ندي، چې جنګ کوي. طالبان غواړي د چاودنو او ځانمرګو بریدونو پر مټ واک و ځواک ته ورسېږي.           

همدارنګه د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ویلي، چې طالبانو ته یوازې د سولې لار پاتې ده، پرته له دې به وځپل شي.

که څه هم له درې ورځو راپریخوا د افغانانو خپلمنځي خبرې د اړیکو د ډلو که کچې پیل شوي؛ خو تر اوسه کومې پایلې ته رسېدلي ندي.

Trending

Exit mobile version