تازه خبرونه

طالبانو د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ چارسمبالی تښتولی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۳۹۹)

وسلوالو طالبانو د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ سرپرست ولسوال تښتولی دی.

د اشکمش ولسوالۍ اوسیدونکيو ويلي؛ د پنجشنبې پر ورځ مازیګر ۴ بجې د دې ولسوالۍ اجرائیه مشر او چارسمبالی سیف الرحمن، چې له دفتره د کور پر لوري روړان و د وسلوالو طالبانو لخوا وتښتول شو.

د دوی په وینا، تر دې دمه د رحمان په اړه معلومات نلري.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر پېښه تائید کړې؛ خو نور جزئیات یې ندي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو اوونیو راپدیخوا په تخار کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې او تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

طالبانو د چهارشنبې پر سهار د بهارک په ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو برید وکړ، چې له ۵۰ ډېر سرتېري یې ووژل.

دغه راز اوړمه ورځ افغان ځواکونو د هزاره قرلق د کلي پر لوی جومات ځوابي هوایي برید تر سره کړ، چې د طالبانو د راټولیدو ځای و؛ خو په کې ۱۲ ماشومان ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان دي.

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح په دې هوایي برید کې د ملکي وګړیو د وژل کیدو تورونه رد کړي او وايي: هغه خبرونه، چې د تخار په جومات کې ماشومان وژل شوي، بې بنسټه دي.

امرالله صالح ویلي: هغه چا، چې زمونږ ځواکونه پرون په وینو کې لت پت کړي وه، هوی له منځه تللي او مونږ په دې اړه کره ثبوت لرو.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت او یوناما د دغه هوایي برید په اړه د ملکي وګړیو د مرګ و ژوبلې په اړه د څېړنو داډ څرګند کړی دی.

Trending

Exit mobile version