تازه خبرونه

طالبانو د جګړې او سیاست د ډ‌ګرونو په مشرتابه کې بدلونونه رامنځته کړل

Published

on

اسوشیتید پرس خبري سرچینې په ډاګه کړې، چې طالبانو د جګړې د ډګر مشري د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب ته سپارلې او د مرکچي ډلې لپاره یې د طالبانو یو شمېر نورې  نفوذ لرونکې  څېرې غوره کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېر ژر به طالبان له کابل سره خپلمنځي خبرې پیل کړي.

دېرش کلن ملا یعقوب د طالبانو د خوزښت د بنسټوال ملا عمر زوی دی، چې د دوی د نوې متحدې پوځي څانګې د مشر په توګه به د خپل پلار شهرت او سخت دریځي د جګړې ډګر ته بیرته راستنوي.

طالب چارواکو اسو شیتید خبري سرچینې ته ویلي، چې د رهبرۍ شورا څلور غړي له ۲۰ کسیز مرکچي پلاوي سره یو ځای شوي دي.

ویل کیږي، چې دغه بدلون طالب مشر پر پوځي او سیاسي چارو د بشپړې څارنې لپاره رامنځته کړی دی.

 د اسوشیتد پریس په ډاګه کړې؛ شنونکيو ويلي، چې دا د افغانستان له حکومت سره د خبرو اترو لپاره ښه خبر کیدی شي او یو ښه زیری وي، چې طالبان له واشنګتن سره د هغې هوکړې په اړه، چې په فبرورۍ کې لاسلیک شوې؛ دوه یم پړاو ته یې پوره پاملرنه وکړي او د راتلونکي په اړه ډاډمن ګامونه واخلي.

په واشنګتن کې د امریکا د سولې موسسې د آسیايي پروګرام نایب مشر آندرو وایلدر وايي: زه وایم، چې دا یو مثبت پرمختګ دی؛ ځکه طالبانو داسې یو پلاوی رامنځته کوي، چې ښکاري د هغو نورو په پرتله ډېر لوړ پوړی او نفوذ لرونکی دی او کیدی د خبرو د پیل لپاره بالکل اړین وي.

هغه وایي: د طالبانو د دغه ملاتړي پلاوي غوراوی ښیي، چې دوی خبرو ته کلکه اراده لري.

کله، چې امریکا د فبرورۍ پر ۲۹ له یونیم کال خبرو وروسته له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړه؛ نو د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې د پای او له اوږدې جګړې څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو لپاره لار اواره شوه.

د تېرې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څرګنده کړه، چې امریکا له طالبانو سره د هوکړې لومړی پړاو بشپړ پلی کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا غواړي له طالبانو سره د هوکړې دوه یم پړاو پیل کړي؛ خو ټینګار کوي، چې پلي کول به یې مشروط وي.

Trending

Exit mobile version