تازه خبرونه
طالبانو د روان کال په جگړو کې له افغان ځواکونو بېلابېلې وسلې نیولي
د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل وایي، طالبانو له دولت څخه په پوره کچه وسلې نیولي او د تروریزم ملاتړ کوونکیو هېوادونو له خوا د افغانستان په وړاندې کارول کیږي. که افغان امنیتي ځواکونه سم اکمال نه شي، ډېر به کمزوري شي.
د هېواد دفاع وزارت وایي، هغه وسلې، چې طالبانو د جگړې په ډگرونو کې نیولي، بېرته تخریب شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، له طالبانو څخه تر لاسه شوي یو شمېر وسایط له منځه وړل شوي او د مهماتو د له منځه وړلو بهیر یې اوس هم روان دی.
که په رښتیا د افغان امنیتي ځواکونو یو شمېر وسلې طالبانو ته په لاس ورغلې وي، آیا راروان جنگونه به ننگونکي نه وي؟
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي واییِ، سږنی جنگ اوړی او ژمی نه لري؛ مونږ له ترهگرو سره مبارزې ته تیار یو.
دا په داسې حال کې ده، چې پر کندز د برید پر مهال طالبانو یو شمېر وسایط او جنگي ابزار تر لاسه کړل او له همدې کبله یې د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو په وړاندې خپل ټـینگار غزاوه، چې علت یې هم د دولتي وسلو کارول دي.
خبریال: علی اصغری.