تازه خبرونه

طالبانو د سرپرست وزیرانو نومونه په ډاګه کړل

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۶, ۱۴۰۰)

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن د وږي ۱۶ / د سپټمبر ۷ یوې خبري ناستې ته څرګنده کړه، چې دا سرپرست وزیران به د سرپرست لومړي وزیر او د هغه تر مشرۍ لاندې خپلې اړوند ورسپارل شوې دندې ترسره کوي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د سرپرست لومړي وزیر ملا محمد حسن، لومړي مرستیال ملابرادر او دوه یم مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ یوې سرپرستې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې په پوره ایماندارۍ دولتي او حکومتي چارې د سرپرستانو په توګه ترسره کړي.

دغه راز مجاهد زیاته کړې؛ دفاع وزارت ته  مولوي محمد یعقوب عمري، کورنیو چارو وزارت ته ملا سراج الدین حقاني،بهرنیو چارو وزارت ته مولوی امیرخان متقي، د ماليې وزارت ته ملا هدایت الله بدري، د پوهنې وزارت ته شیخ مولوي نورالله منیر، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته خیرالله خیرخوا، د اقتصاد وزارت ته قاري دین محمد حنیف، د حج او اوقاف وزارت ته شیخ نورمحمد ثاقیب، عدلیې وزارت ته عبدالحکیم شرعي،، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته نور الله نوري، د کلیو او پراختیا وزارت ته ملا محمد یونس اخوندزاده، د امر بالمعرف او نهی او نهي له منکر وزارت ته شیخ محمد خالد، د ټولګټو چارو وزارت ته ملا عبدالمنان عمري، د کانونو او پترولیم وزارت ته ملا محمد عیسی اخوند، د برښنا او اوبو وزارت ته ملا عبداللطیف منصور، د هوایي چلند او ټرانسپورټ وزارت ته ملا حمیدالله اخوندزاده، د لوړو زدکړو وزارت ته مولوي عبدالباقي حقاني، د مخابراتو وزارت ته مولوي نجیب الله حقاني، د کدوالو چارو وزارت ته مولوي خلیل الرحمن حقاني، د ملي امنیت ریاست ته ملا عبدالحق وثیق، د افغانستان بانک مشرمحمد ادریس، د اداري چارو وزارت ته مولوي احمد جان احمدي، د دفاع وزارت مرستیالۍ ته ملا محمد فاضل مظلوم، د پوځ لوی درستیزۍ ته قاري فتح الدین، د کورنیو چارو وزارت مرستیالۍ ته مولوي نور جلال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیالۍ ته ذبیح الله مجاهد، د ملي امنیت لومړي مرستیالۍ ته ملا تاج محمد جواد، د ملي امنیت اداري مرستیالۍ ته ملا رحمت الله نجیب او د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر صد د مبارزې مرستیالۍ ته ملا عبدالحق اخوند سرپرستان ټاکلي او اړوند دندو ته ورپېژندل شوي دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې د سرپرستې کابینې له اعلامه موخه داده، چې د حکومتدارۍ بهیر عادي حالت ته راوګرزي او ډېر ژر به نورو اړوند بنسټونو ته هم نوې څېرې او مشران وټاکل شي.

که څه هم ذبیح الله مجاهد د ملا هبة الله اخوندزاده نوم نه اخلي؛ خو خلیل الرحمن حقاني په یوه ناسته کې  ویلي، چې راتلونکی حکومت به د مشر ملا صاحب لخوا رهبري کیږي.

حقاني زیاته کړې، چې خلک ترې ملاتړ کوي او تر څنګ یې دریږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد ټول خواریکښ اوسیدونکي، اداري مامورین او ښوونکي خپلو ورخنیو دندو ته د ورستنېدو په اړه اندېښمن دي؛ خو طالبانو ټولو هېوادوالو ته د کار، معاش او اقتصادي ودې ډاډ ورکړی دی.    

Trending

Exit mobile version