تازه خبرونه
طالبانو د سولې بهیر درولی او پرېکړې یې ناشوني کړي ـ عبدالله
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ویلي؛ مونږ اوس د سولې خبرو په داسې پړاو کې یو، چې د خبرو اړخ خبرې پرې کړې ندي؛ خو بهیر یې درولی دی.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر نن ۰ سې شنبه د سلواغې ۲۱) په دې شورا کې د رسنیو او عامه پوهاوي د کمیسیون په پرانیستونکې ناسته کې څرګنده کړې، چې طالبان د خبرو له میزه وتلي او له یوې مودې راپدیخوا د ډلو تر منځ د سولې خبرې ندي شوي.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي؛ طالبان، چې هره غوښتنه لري باید د افغانستان د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي سره یې په خبرو کې رایاده کړي.
عبدالله عبدالله ټینګار کړی، چې د سولې مسله د یو شخص یا ډلې مسله نده؛ طالبان دې راشي او د خبرو پر میز دې ستونزې رایادې کړي. لنډمهالی او انتقالي حکومت موخه نده، موخه ټولو ته د منلو او د ډاډ وړ راتلونکې دی.
په دې وروستیو کې ځینو سیاستوالو د لنډ مهاله حکومت پر جوړېدو خبرې کړي، چې طالبان به هم په کې وي؛ خو د ملي پخلاینې عالي شورا مشر د حکومت د دې بڼې په اړه ویلي؛ هیڅ تجربې نده ښودلې، چې د لنډ مهالي حکومت د جوړېدو هوکړه به د سولې سبب شي.
طالبانو تر اوسه ندي ویلي، چې ولې یې د خبرو میز پریښی.
له یوې میاشتې ډېر وخت کیږي، چې په دوحه کې د دوه یم پړاو خبرې پیل شوي؛ خو تر اوسه د حکومت او طالبانو مرکچیان ندي ناست او طالبان د امریکا له نوي حکومته د دوحې د هوکړې پلي کول او حکومتي ډله پرې بیا کتنه غواړي.