تازه خبرونه

طالبانو د سولې تړون پر بنسټ خپل مسوولیتونه ندي ترسره کړي – پنټاګون

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۰, ۱۳۹۹)

د امریکا دفاع وزارت د پنجشنبې پر ورځ( د سلواغې ۹) ویلي، چې طالبانو د اورکم او له القاعده سره د اړیکو پرېکولو ژمنې پلې کړې ندي.

د پنټاګون ویاند جان کربي یوه خبري کنفرانس ته ویلي، چې طالبانو له امریکا سره د سولې تړون پر بنست د تاوتریخوالي کمولو او له القاعدې سره د اړیکو شلولو ژمنې پلې کړې ندي.

جان کربي زیاته کړې: مونږ اوس هم د سیاسي حل د موندلو په هڅه کې یو؛ خو طالبانو خپل مسوولیتونه ترسره کړي ندي.

هغه دا هم ویلي، چې د امریکایي سرتېرو کمول یا وتل له امنیتي شرایطو له ښه کېدو سره تړلي دي او امریکا به په دې اړه له خپلو متحدینو سره مشوره وړي.

کربي وایي: طالبانو پخپلو ژمنو عمل ندی کړی؛ د ترهګرۍ غندلو او پر افغان امنیتي ځواکونو او خلکو د بریدونو له درولو پرته  د حل روښانه لار موندل ګران کار دی؛ خو امریکا به د سولې رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي او زلمي خلیلزاد ته هم سپارښتنه شوې، چې د دغه هېواد د استازي په توګه دې خپله دنده روانه وساتي.

له دې مخک د امریکا خزانې وزارت هم ویلي وه، چې طالبان له القاعدې سره نږدې اړیکې لري.

د طالبانو د قطر د دفتر او د خپلمنځي خبرو پلاوي غړي عباس ستانکزي څرګنده کړې: مونږ له امریکا سره د تړون پر ټولو برخو عمل کړی دی. هغه ستونزې، چې مخکې مو له امریکا سره درلودې اوس نشته او له افغانستان څخه امریکا ته کوم خطر هم متوجه ندی. د امریکايي چارواکو څرګندونې د دوی شخصي نظرونه او اندونه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن پرون له ولسمشر غني سره د ټیلیفون له لارې د دغه هېواد د سولې بهیر او روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version