تازه خبرونه

طالبانو د شبرغان ښار ډېرې برخې ونیولې

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۶, ۱۴۰۰)

سیمه ییزو حکومتي سرچینو ویلي، چې طالبانو د ولایت مقام، د پولیسو بولنتون، د ملي امنیت ریاست ودانۍ او زندان نیولي، او د ښار په نورو برخو کې جګړه روانه ده.

مرکزي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

د جوزجان مرستیال والي قادر مالیه ویلي؛ د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې له تېرې یوې شپې ورځ راپدیخوا سختې جګړې وشوې، چې ډېرې سیمې یې طالبانو ونیولې.

مرستیال والي مني، چې شبرغان له لاسه وتلی او زیاتوي؛ د ولایت مقام، د پولیسو بولنتون، د ملي امنیت لوی ریاست او زندان هغه سیمې دي، چې وسلوالو طالبانو نیولې دي.

دغه  راز مارشال عبدالرشید دوستم له ولسمشر غني سره لیدلي او د هېواد په ځانګړې توګه جوزجان پر امنیتي حالت یې بحث او خبرې کړې دي.

ارګ په ډاګه کړې؛ دوستم د ناستې پر مهال ویلي: اوس د دې وخت دی، چې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د امنیتي وضعیت د ښه کولو او د ارزښتونو د ساتنې لپاره کار وکړو او د دښمن پر وړاندې ودریږو.

د ملي اسلامي جنبش ګوند ویاند احسان نیرو ویلي، چې د ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم له ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې د پوځي حالت اعلانولو وړاندیز کړی او ولسمشر هم ترې هرکلی کړی دی.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو څرګنده کړې، چې د لومړنیو څرګندونو له مخې په شبرغان ښار کې ۴۰ وسلوال طالبان وژل شوي او له ۱۵ ډېر نور ټپیان دي.

د طالب سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دوی د ولایت ودانۍ، ښاروالۍ او د شبرغان زندان له حکومتي ځواکونو نیولی او یو شمېر بندیان یې خوشې کړي دي؛ خو په جوزجان کې ځایي چارواکو په دې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار هم تېره ورځ د طالبانو لاسونو ته لوېدلی او افغان ځواکونه د له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو په حال کې دي او په دې ښار کې یې، څو هوایي بریدونه هم کړي دي.

Trending

Exit mobile version