تازه خبرونه
طالبانو د غور ولایت مرغاب ولسوالي ونیوله
یو شمېر امنیتي چارواکو ویلي، چې د غور ولایت مرغاب ولسوالي د افغانانو تر منځ د خبرو له پیل مخکې د طالبانو لاس ته لویدلې ده.
یوې امنیتي سرچینې څرګنده کړې، چې نن دوشنبه د زمري ۲۷ سهار مهال وسلوالو طالبانو له څو خواوو پر یادې ولسوالۍ بریدونه پیل کړل؛ خو د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره حکومتي ځواکونه ترې ووتل.
د غې سرچینې زیاته کړې، چې د نښتو پرمهال څلور پولیس سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د غور ولایت د دولتیار ولسوال محمد موسی کلیم په ډاګه کړې، چې امنیه قومندان او نورو دولتي ځواکونو دې ولسوالۍ ته شاتګ کړی او د ولسوالۍ په ځینو سیمو کې اوس هم نښتې روانې دي.
د غور ولایت د عامه نظم د درېیم کنډک قومندان محمود اندرابي هم ټینګار کړی، چې د مرغاب ولسوالۍ په ځینو برخو کې د دولتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.
هغه وايي، د پیښې ځای ته نور مرستندوی ځواکونه استول شوي دي.
د غور ولایت مدني هڅاندو په ډاګه کړې، چې طالبانو له یوې اوونۍ راپدیخوا پر ولسوالۍ برید پلان کړی و او دولتي ځواکونه بریالي نشول، چې مخه یې ونیسي
د مرغاب نوې جوړه شوې ولسوالي د دې ولایت له مرکز فيروز کوه ښار څخه ۲۰ کيلومتره واټن لري.