تازه خبرونه
طالبانو د فراه ولایت د خاک سفید په اړوند سیمه کې دوه کسه په دارځړولي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
وسلوالو طالبانو په فراه كې د ملي امنيت يو كارکوونکی او يو ملكي وګړى له وژلو وروسته په دارځړولي دي.
د فراه د امنيه قومندانۍ امنيت آمر محمد غوث ماليار وايي، د ملي امنيت يو پخوانى كارکوونکی، چې د فراه د شيب كوه ولسوالې د ملي امنيت پخوانى مدير هم و؛ له يوه ملكي وګړي سره، چې دواړه قلعه كاه ولسوالۍ ته روان ول،لومړی طالبانو نيولي او بیا یې په ډزو وژلي دي.
د فراه امنيتي مسوولين وايي، طالبانو دا دوه مړي خاك سفيد ولسوالې ته ليږدولي او بیا یې په جمعه بازار كې ځړولي دي.