تازه خبرونه
طالبانو د فراه ولایت د مرکز نوبهار د دوه لاري امنیتي پوسته ونیوله
د سیمې اوسیدونکي وایي، چې طالبانو تېره شپه د فراه ولایت د مرکز نوبهار په دوه لاري کې د امنیتي پوستې د ځواکونو ځای ونیوه او امنیتي ځواکونه یې شاتګ ته اړ کړل.
د فراه ولایت د پولیسو قومندان توریالی عبدیاني وایي، پولیسو د نوبهار یوې بلې سیمې ته تاکتیکي په شاتګ کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د فراه ولایت د مرکز په اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر هوایي بریدونو شل وسلوال طالبان وژل شوي دي.
وسلوالو طالبانو ویلي، چې د اړوند پوستې د نیولو پر مهال شل سرتېري وژل شوي او دوه هاموی تانکونه سوځوليدلي دي.
دغه راز د د دې ولایت د بالابولوک ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، چې نن سهار د دې ولسوالۍ په کنسک سیمه کې د طالبانو او امنیتيۍ ځوالکونو تر منځ نښته پیل شوې، چې له مرګ و ژوبلې یې تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.
د فراه- کابل او فراه – هرات د لویې لار مسافر وایي، چې دغه ولایت ته غزیدلې لویه لار د کنسک په سیمه کې وسلوالو طالبانو د ترافیکو پر مخ تړلې ده.