تازه خبرونه

طالبانو د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ ودانۍ ونیوله

Published

on

(Last Updated On: وری ۲, ۱۴۰۰)

یوشمېر سرچینو د دوشنبې پر ورځ منلې، چې د کابل ښار د سویل په ۱۳۰ کیلو مترۍ کې وسلوالو طالبانو د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ ودانۍ نیولې ده.

ځایي چارواکو ویلي، چې د څرخ ولسوالۍ حکومتي ودانۍ او په ولسوالۍ کې نظامي قرارګاه پریښودل شوي دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې نښتو کې دواړو طالبانو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ویل، چې د خلکو د غوښتنې له مخې د ولسوالۍ ودانۍ او نظامي اډه د ولسوالۍ بلې برخې ته لېږدول شوي

همدارنګه طالبان په ډاګه کړې، چې د دوی جنګیالیو په بشپړ ډول ولسوالۍ نیولې ده.

د طالبانو د څرګندونو له مخې: حکومتي ځواکونو د تېښتې پر مهال د ولسوالۍ پر بازار د هاوان بریدونه کړي؛  دوه ملکي وګړي په کې وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي ويلي، چی د ولسونو په غوښتنه او د نظامي شوری د پرېکړې له مخی یی امنیتی ځواکونه له دوه ښوونځیو او یو جومات څخه بل ځای ته ایستلي دي. هغه د طالبانو لخوا د ولسوالۍ د سقوط خبره نه مني.

والي زیاته کړې؛ په څرخ ولسوالي کې تېره شپه وسلوالو طالبانو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې او په دې جګړه کې یو افغان سرتېری هم وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند امان که څه هم د لوګر ولایت د ولسوالۍ لېږد مني؛ خو وایي، چې د څرخ ولسوالي په بشپړ ډول د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې ده او د دې ولسوالۍ د سقوط په اړه ادعاګانې دروغ دي.

Trending

Exit mobile version