تازه خبرونه
طالبانو د لوګر په حصارک پوسته کې ۱۰ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: کب ۵, ۱۳۹۹)
د لوګر ولایت د مرکز په اړوند حصارک نومې پوسته کې وسلوالو طالبانو حکومت پلویو ځواکونو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.
په لوګر ولایت کې یوې امنتي سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي آريانا نيوز ته ویلي، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د مرکز پل علم ښار اړوند په حصارک سیمه کې د سیمه ییزو پاڅونوالو پر امنتي پوستې برید کړی؛ ۹ سرتېري یې وژلي او یو بل ټپي شوی دی.
سرچینې زیاته کړې؛ طالبانو د حصارک امنتي پوسته هم نیولې او ټولې وسلې او مهمات یې له ځان سره وړي دي.
وسلوالو طالبانو د پېښې مسوولیت پر غاړه اخیستی او څرګندوي؛ د حصارک امنيتي پوسته یې ونیوله، سرتېري يې وژلي او ګڼ شمېر مهمات او وسلې هم لاسته ورغلي دي.