تازه خبرونه

طالبانو د ننګرهار او کابل تر منځ دوه یمه لار تړلې او پلچکونه یې نړولي

Published

on

طالب جنګیالیو د پنجشنبې پر سهار د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په فتح آباد سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ او د موټر چلوونکیو د تګ راتګ لار یې تړلې ده.

د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼي ويلي، طالبانو د کابل ـ جلال آباد د دوه یم سړک درې لوى پلچکونه پر بمونو الوځولي او د عامو خلکو پر مخ يې د تګ راتګ لار بنده کړې ده.

د سره ردو ولسوالۍ امنيه قومندان سيدالرحمان څرګنده کړې، طالبان ورسره د مخامخ جګړې ځواک نلري؛ نو، ځکه يې د پلونو او پلچکونو ورانولو ته مخه کړې.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ويلي، چې تېره شپه د شېرزاد ولسوالۍ په ګندمک سيمه کې وسلوالو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو ډله ییز بريد کړى، چې په ځوابيه بريدونو کې یې د بهرنيو اتباعو او سرګروپانو په ګډون ۳۶ وسلوال طالبان وژلي او ۵۲ ټپيان دي.

امرخيل زياته کړه، چې په دې نښتو کې دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

طالبانو تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version