تازه خبرونه
طالبانو د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالي نیولې
له څو ورځنیو پرله پسې خونړيو نښتو وروسته طالب جنګياليو د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالي ونيوله.
د سیمې خلکو ویلي، چې طالبانو تېره ورځ د ولسوالۍ مرکز ته نږدې شپږ پوستې او يوه پوځي قرارګاه نيولې وه او نن سهار وختي د ولسوالۍ مرکز په بشپړه توګه ونیول شو.
د ننګرهار والي ویاند رسنیو ته ویلي، چې د ولسوالۍ ودانۍ اوس هم د افغان ځواکونو په واک کې ده.
د نوموړي په وینا؛ امنیتي ځواکونو یوازې له درې پوستو شاه تګ کړی دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل تويتر پيغام کې ليکلي، چې د دوی جنګياليو تېره شپه ناوخته د حصارک ولسوالۍ مرکز او شاوخوا پوستې په بشپړه توګه نيولي دي.
نوموړي لیکي، چې ګڼې وسلې او یوشمېر مهمات هم ترې ترلاسه شوي دي.
د ملي امنيت پخوانی رييس رحمت الله ن رسنیو ته په ډاګه کړې، چې طالبان د لوګر ازرې او د ننګرهار حصارک او شاوخوا نورو سيمو کې قوي فعاليت لري او دغه سيمې د پلازمېنې کابل له پاره ستراتيژيک اهميت لري او که کابل سقوط کوي؛ نو د ننګرهار حصارک او د لوګر له ازرې به يې کوي.
کارپوهان وايي، طالبان غواړي د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې د خپلې واکمنۍ لمن پراخه کړي.