تازه خبرونه

طالبانو د نیمروز ولایت کنګ ولسوالي ونیوله

Published

on

په ولسي جرګه کې د نیمروز د خلکو استازي ګل احمد نورزاد منلې، چې د پنجشنبې پر سهار د دغه ولایت کنګ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولویده.

نورزاد ویلي، چې لږ تر لږه ۳۰ امنیتي ځواکونه د طالبانو لخوا مرګ و ژوبله اوښتې او یا یرغمل شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې سیمه ییزې ادارې او امنیتي چارواکي د برید په اړه خبرتیا لرله؛ خو په مخنیوي کې یې پاتې راغلي دي.

هغه ویلي؛ طالبانو د پنجشنبې د سهار پر دوه بجو خپل برید پیل او ولسوالي یې په دوه ګړیو کې ونیوله.

کنګ ولسوالۍ د نیمروز ولایت له مرکز زرنج ښار څخه ۱۷ کیلومټره شمال لوري ته پرته ده.

نورزاد زیاته کړې، چې د طالبانو دغه پرمختګ د مرکز امنیتي حالت هم ګواښلی دی.

افغان امنیتي چارواکو تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي؛ خو طالبانو منلې، چې کنګ ولسوالي یې نیولې ده.

Trending

Exit mobile version