سیمه ییز خبرونه
طالبانو د هېواد ختيځې سيمې ناامنه كړي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
په ولسي جرگه كې د كونړ استازې وږمه ساپۍ وايي، چې:
له تېرو درې ورځو را پديخوا د كونړ ولايت د چپې درې ولسوالي د وسلوالو طالبانو په محاصره كې ده، خو تر اوسه مركزي دولت يادې ولسوالۍ ته د امنيتي ځواكونو د ليږلو په برخه كې هيڅ هم نه دي كړي.
د كونړ امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيد خېلى په ياده ولسوالۍ كې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواكونو تر منځ له نښتې خبر وركوي او زياتوي چې:
په نښته كې دواړو خواوو ته مر[گ و ژوبله هم اوښتې ده .
د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې وسلوالو طالبانو د يادې ولسوالۍ د محاصرې كولو توان نه لري او د محاصرې ادعاوې يې رد كړې.
پاكستان مدام افغانستان ته د طالبانو په راليږلو تورن شوى او له پاكستان سره د افغانستان پرانستې پوله د پاكستانيو او اففغان طالبانو له تگ راتگ سره ډېره مرسته كوي.