1393ټاكنې
طالبانو د ټاكنې په ورځ د ملی پوځ پر سرتېرو ۲۷۳ بریدونه کړي
د افغانستان دفاع وزارت ټینگار کوي، چی طالب جنگیاليو په دې ورځ دوه سوه دري اویا بریدونه یوازې د ملي پوځ پر سرتېرو کړي دي.
د دغه وزارت پلټنی ښیي، چې د ملي پوځ د مرگ و ژوبلې کچه له شپږ سرتېرو څخه اتلس ته لوړه شوې.
د ملی دفاع وزارت ویاندظاهر عظیمی وايي:
دغه راز د وري په شپاړلسمه مو څلورڅلویښت ټپيا درلودل، خو د غبرگولي په څليریشتمه د ټپيانو شمېر څلور اویاتنو ته پورته شوى دى.
په دې موده کې د ولسي وگړيو د مرگ و ژوبلې کچه په لومړي پړاو کې د نهه وژل شويو څخه دري دېرش ته لوړه شوې ده او دري شپیته نوریی ټپيان ول. بل خواطالبانو د مرگ و ژوبلې کچه د وري په شپاړلسمه له یو سلو دوه شپيت څخه یو سلو شپږ اویاته لوړه شوې ده او دري نوي تنه یی ټپيان او لس تنه نور یې د ملي پوځ له لوري نیول شوي دي.
ملی دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمی په دې باور دی، چې طالبانو د ټاکنو گډوډولو لپاره له خپل ټول ځواک څخه کار اخیستی، خو بیاهم ناکام شول او بریا د افغان ځواکونو په برخه شوه.
سره له دې نوموړي یوځل بیا د افغانستان ثبات د پاکستان له هڅو سره تړلی بولي.
طالبانو افغانانو ته بېلابېل اخطارونه ورکړل، چې د صندوقونو پر لوري ولاړ نشي او خپله رایه ونه کاروي او رایه ورکول له امریکا سره مرسته بولي او د یو شمېر کسانو گوتې یې هم پرې کړي، خو سربېره پردې بیاهم په میلیونونو افغانان د رای صندوقونوته ولاړل او خپله رایه یې وکاروله.