تازه خبرونه

په ملي شورا برید کې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په سپکو او درندو وسلو سمبالو اووه ځانمرګو بریدګرو نن له غرمې مخکې د ملي شورا په ودانۍ بریدونه وکړل.

یوه بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه تر څو شپږو نور ودانۍ ته د ننه شي.

له څو د قیقې جګړې وروسته شپږ واړه بریدګر د ملي شورا په جنوبي دروازه کې ووژل شول.

د کابل امنیه قومندان وايي چې په دې بریدونو کې یوه نجلۍ او یوه میرمن وژل شوې او اته ویشت نور چې ملکیان و، ټپیان شوي دي.

تصویرونه ښيي چې په پېښه کې زیاتره د ملکي کسانو موټرو او مالونو ته زیان اوښتی دی.

په برید کې د ملي شورا د پولیسو د وسلو او مهماتو ډيپو هم سوځیدلې ده.

د ملي اردو یو سرتیري وايي چې د خپلو ملګرو په مخونو او سرونو یې ټپونه ولیدل او ورپسې یې د ټوپک خوله په بریدګرو را وګرځوله او شپږ واړه يې ووژل.

چاودنه ډيره ځواکمنه وه چې نږدې او لرې ښيښې یې ماتې کړې.

عیني شاهدان وايي چې دا بریدونه د دې ښکارندويي کوي چې وسلوال طالبان په روژه کې هم د ملکي  خلکو ژوند ته پآم نه کوي.

دا برید په داسې حال کې وشو چې ملي شورا ته د ملي دفاع کاندید وزیر د باور رایې لپاره ورتلونکی و. 

Trending

Exit mobile version