تازه خبرونه
طالبانو د ښاري ژوندانه د ښه کېدو ډاډ څرګند کړ
نن په پلازمېنه کابل کې لوی سوداګریز مارکیټونه تړلي وه؛ خو طالبان دا شرایط لنډمهالي بولي او وایي، چې په راتلونکیو څو ورځو کې به حالات پوره عادي شي.
د طالبانو یوه څارونکي ویلي: زما پیغام هېوادوالو ته دا دی، چې اندېښنه دې نکوي؛ ښار ته رادننه وي مجاهدین به د ګډوډیو د مخنیوي لپاره یوازې دوه شپې له ۹ بجو وروسته خپل څار تر سره کوي.
په تېرو څلیریشت ګړیو کې له پلازمېنې کابل څخه د هیڅ ډول ناامنیو راپور ندی ور کړ شوی؛ خو په ښار کې د پخوا په پرتله د خلکو او په ځانګړي توګه د ښځو ګڼه ګوڼه کمه ده.
کابل ښاریان د طالبانو له چلنده خوښ دي.
طالبان د ښار په مهمو سیمو کې ګزمي کوي.
طالب غړی ذبیح الله ذاکر وایي ځينې مهم واټونه تړلي دي؛ خو طالبان وايي، چې دا شرایط لنډ مهالي دي او د څو ورځو له تېریدو سره به هر څه عادي شي.
طالبانو شل کاله سخته او نه ستړې کېدونکې جګړه وکړه او اوس بریا ته ورسیدل او پر کابل واکمن دي.
د هلمند اوسیدونکی او د طالبانو د سرې قطعې غړی، چې اوس په کابل کې دي څرګندوي: لوی ارمان یې د اسلامي او شرعي نظام رامنځه کیدل دي.
طالبان د یکشنبې پر شپه د کابل ښار ځینو سیمو ته رادننه شول، چې د لوټ او غلا مخنیوی وکړي. اوس له څو محدودو سیمو پرته پر ټول کابل واکمن دي او د لوټ او تالان پر تور یې نیول شویو کسانو ته بېړنۍ سزا ورکړې ده.