تازه خبرونه
طالبانو د کندهار په ارغنداب کې یو لوی پل ویجاړ کړ- کورنیو چارو وزارت
کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوه پله د ویجاړولو لپاره له موټر بم کار اخیستی دی.
دغه پُله د کندهار ښار له ارغنداب او یو شمېر ولسوالیو سره نښلاوه او لس کاله وړاندې د دوه میلیون ډالرو پر لګښت جوړ شوی و.
د دې ولایت د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزۍ ویلي، چې دغه پُل نن له غرمې وروسته د موټر بم په چاودنه کې ویجاړ شوی دی.
د سیمې خلکو ویلي، چې یو موټر د پله په نیمایي کې ودرېد او وچاودید.
په تېرو پېنځه میاشتو کې ارغنداب د طالب جنګیالیو او دولتي ځواکونو ترمنځ د درندو جګړې شاهد و، چې کله به د افغان سرتېرو په ولکه کې و او کله به له طالبانو سره و.
د کندهار امنیه قومنداني د چاودنې پړه پر طالبانو اچوي او وايي، چې دا ډله د عامه تاسیساتو د ورانولو په لټه کې ده.
طالبانو د دغو څرګندونو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
د تېر کال په دوه یمه نیمایي کې د کندهار اووه ولسوالۍ د سختو نښتو سره مخ وې، چې نه یوازې دواړو لوریو ته په کې مرګ و ژوبله اوښتې، بلکې زرګونه کورنۍ ترې نورو سیمو ته بې ځایه شوې هم دي.
