بلخ @ps

طالبانو د کندوز ولایت د څلورمې حوزې پر سردوره سیمې برید وکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د طالبانو وسلوالې ډلې د کندوز ولایت د څلورمې حوزې د اړوند سیمې پر سردوره برید پیل کړی.

ویل کیږي ، چې د دغه ولایت د څلورمې حوزې سردوره سیمه خلکو ته یو ډاډمن خای ګڼل کیده او د ښار له نورو سیمو یې دې ځای ته پناه راوړې وه؛ خو اوس طالبانو دغه سیمه هم تر برید لاندې ونیوله.

ځینو سرچینو په ډاګه کړې، چې اوس خلک له دې سیمې هم د تېښتې په حال کې دي.

په تېره یوه میاشت کې طالبانو د جګړې درېیم پړاو له هلمنده پیل کړ، روزګان ته ورسیدل، پر فراه ولایت یې بریدونه وکړل او د کندوز ولایت تر امنیه قومندانۍ او ولایت مقامه راورسیدل.

سره له دې، چې په تېرو پېنځو ورځو کې پر کندوز ولایت د طالبانو بریدونه روان دی او امنیتي ځواکونو  ورسره نښته روانه ساتلې؛ خو دادی طالبانو د ښار د څلورمې حوزې پر اړوند سیمه هم برید وکړ او خلک له سیمې څخه د تېښتې په حال کې دي.  

د یادونې وړ ده، چې کندوز ولایت اوسیدوړنکي له تېرې یوې اوونۍ له سخت ناورین سره مخ شوي؛ نه اوبه لري، نه برښنا او نه خوراکي توکي.   

Trending

Exit mobile version