تازه خبرونه

طالبانو د کندوز ښار چوک ونيو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

وسله والو طالبانو په کندوز ښار له دوو ورځو سختو جګړو وروسته لږ مخکې د کندوز ښار په لوی چوک خپل سپين بيرغ ودراوه.

وسله والو طالبانو له دوو ورځو را په خوا په کندوز کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

د کندوز د ولايتي شورا غړي امرالدين ولي اريانانيوز ته وويل چې طالبانو د کندوز ښار په زړه کې له امنيتي ځواکونو سره سخته جګړه وکړه او په پای کې يې په دې چوک خپل سپين بيرغ پورته کړ.

په دې اړه تر اوسه پورې امنيتي ځواکونو څه نه دي ويلي. دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې د کندوز استازو دولت ته ويلي وو چې که د کندوز د امنيت په برخه کې بشپړه پاملرنه ونه کړي، کېدای شي کندوز سقوط وکړي.

Trending

Exit mobile version