تازه خبرونه
طالبانو د کوچني اختر په ویاړ ۳ ورځنی اوربند اعلان کړ
طالب مشرتابه د کوچني اختر په لومړیو درې ورځو کې اوربند اعلان کړی دی.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې خپلو ټولو غړیو ته لارښوونه کړې؛ د افغانانو لپاره خوندي او ډاډمنه فضا رامنځته او عملیات ودروي، چې هېوادوال مو د روان کال د کوچني اختر درې ورځې ارامه او ډاډه ونمانځي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپلو یو لړ ټویټونو کې وسلوالو طالبانو ته څرګنده کړې؛ د کوچني اختر له لومړۍ ورځي څخه تر درېیمې ورځې پورې په ټول هېواد کې د دښمن پر وړاندې هرډول تعرضي عملیات ودروي او که په یادو درې ورځو کې د دښمن لخوا پرتاسې کوم تعرض او برید وشو، نو بیا له خپلو ځانونو او سیمو څخه په کلکه ساتنه او دفاع وکړئ.
دغه راز غوښتل شوي؛ مجاهدین دې د دښمن سیمو ته نه ورځي او د دښمن اړوندو افرادو ته دې هم اجازه نه ورکوي، چې د مجاهدینو سیمو ته راشي.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله د اختر په ورځو کې د طالبانو د اوربند له اعلانه هرکلی کړی او وایي: مونږ باور لرو، چې په هېواد کې د اوسني کړکیچ حل؛ دایمي اوربند، ګړندۍ خبرې او د جګړه پای ته رسول دي.
د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې په دغه ویاړ لنډمهاله اوربند به د خلکو لپاره د لنډې آرامۍ زمینه برابره کړي؛ خو د هېوادنیو ستونزو اساسي او دایمي حل ندی.
عبدالله له طالبانوغوښتي، چې د سولې په اړه خبرې بیا پیل کړي.
عبدالله عبدالله ویلي؛ مونږ یوځل بیا له طالبانو غواړو، چې خبرو اترو ته دوام ورکړي، دایمي اوربند وکړي، د دښمنیو او وینو تویېدل ودروي او د ټولو خواوو لپاره یو هراړخیزه، عادلانه او منل شوی سیاسي حل ومومي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې اوړمه ورځ د کابل د لویدیځ د سیدالشهدا د ښوونځي مخې ته موټر بم او دوه نورې چاودنې شوي، چې په کې لږ تر لږه ۷۰ زدکوونکي وژل شوي او له ۱۶۰ ډېر نور ټپیان دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد طریف دغه پېښه وحشیانه بولي او وایي، چې برید داعش جنګیالیو کړی دی.
که څه تر دې دمه هیچا د پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ خو حکومت ویلي، چې د برید ترشا د طالبان لاس لري.
د افغانستان حکومت د سې شنبې ورځ د پېښې د قربانیانو لپاره د ملي ماتم ورځ اعلان کړې ده.
د ۱۳۹۷ لمریز کال د کوچني اختر پر ویاړ د افغانستان ولسمشر اشرف غني په لومړي ځل اعلان وکړ، چې د هېوانیو دیني عالمانو له فتوا د ملاتړ لپاره د روژې له ۲۷ څخه د کوچني اختر تر پېنځمې پورې اوربند اعلانوي.
د اشرف غني دغه اعلان د طالبانو لخوا هم له تود هرکلی سره مخ او د اختر درې ورځنی اوربند یې ومانه، چې د خلکو لخوا یې تود هرکلی وشو.