تازه خبرونه

طالبانو شپږ نورې ولسوالۍ هم ونیولې – سرچینې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۰, ۱۴۰۰)

د سیمه ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ له تېرې یوې شپې او ورځ راپدیخوا طالبانو له امنیتي ځواکونو شپږ ولسوالۍ بېرته نیولې دي.

په څه باندې شلو ولایتونو کې سخته جګړه، هغه جګړه چې هره ورځ په کې څو ولسوالۍ د جګړې ښکېلو خواوو تر منځ نیول کیږي او خوشې کیږي.

د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه د پکتیا میرزکه، د فاریاب دولت آباد، د بلخ شورتیپه او کلدار، د تخار چاه آب او هزار سموچ او د بغلان تاله وبرفک ولسوالۍ بېرته د طالبانو لاسونو ته ولوېدې.

ملي دفاع وزارت وایي؛ امنیتي او دفاعي ځواکونه په یوه منظم  پروګرام کار کوي، چې له لاسه وتلې سیمې بېرته تر څارنې لاندې راشي او د ولسي پاڅونوالو په مرسته وساتل شي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال  فواد امان وایي: مونږ ډېرې سیمې نیولي او دښمن ته پوره ځاني زیانونه رسېدلي دي.

د عطامحمد نور په ګډون افغان ځواکونه د سې شنبې پر غرمه د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې ول؛ خو طالبانو یوه ورځ وروسته د یوې ویډیو په خپرولو د دې ولسوالۍ له بېرته نیولو خبر ورکړ.

دا راز طالبانو د پکتیا میرزکه، د فاریاب دولت آباد، د بلخ شورتېپه، د تخار هزار سموچ او چاه آب او د بغلان تاله و برفک ولسوالۍ له امنیتي ځواکونو بېرته نیولي دي.

د بغلان ښاري هڅاند شفیق الله احدي ویلي؛ د دې ولایت له ۱۴ ولسوالیو ۷ یې د طالبانو تر څارنې لاندې دي او نورې سیمې هم نیسي.

په شمال ختیځ ښار تالقان کې هم حالات ښه ن دي او  ویل کیږي، چې دا ښار طالبانو کلابند کړی او په بدخشان کې هم د ځینو ولسوالیو د نیولو هڅې روانې دي.

د تخار د ولایتي شورا غړی سید صلاح الدین برهاني وایي: طالبانو تخار محاصره کړی دی؛ خو پوځي عملیات په کې روان ندي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان استازی ضیاالحق اتید وایي: طالبان هڅه کوي، چې ډېرې سیمې ونیسي.

د کندهار درې ولسوالۍ هم د طالبانو په ولکه کې دي؛ خو تازه یې خاکریز له لاسه ورکړې.

په هلمند کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ مخامخ جګړه په ګرشک، ګرم سیر، مارجه، نادعلي او ناوه ولسوالیو کې روانه ده،  د مرکز لښکرګاه ښار په څنډو کې هم جګړه د جګړو خبرونه تر لاسه شوي دي.

د هلمند د ولایتي شورا مشرعطاالله افغان څرګنده کړې: طالبان غواړي ولسوالۍ ونیسي او که حکومت عملیات ونکړي؛ لښکرګاه ته هم رارسیږي.

دغه راز ملي دفاع وزارت وایي، چې له تېرې یوې شپې او ورځې راپدیخوا په کندوز ولایت کې د امام صاحب بندر له طالبانو پاک شوی او پر وړاندې یې چاڼیز عملیات روان دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ تر دې دمه یو سل و اته شپیته طالب جنګیالي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version