تازه خبرونه

طالبانو له امریکا سره له سولې وروسته ۴۵۰۰ بریدونه کړي

Published

on

رویټرز خبري آژانس څرګنده کړې؛ د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې له لاسلیک ۴۵ ورځې وروسته طالبانو ۴۵۰۰ بریدونه کړي، چې په کې سلګونه ملکیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د رویټرز خبري آژانس د لودیځو پوځي سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته په ۴۵ ورځو کې ۴۵۰۰ بریدونه کړي، چې د تاوتریخوالي لوړه کچه ښيي.

د امریکا د دفاع وزارت د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو وړ نه ګڼي؛ خو وایي، چې دوی د سولې هوکړې د غوره پلي کولو لپاره د طالبانو د بریدونو پوره اطلاعات نه خپروي او سیګار هم د افغان ځواکونو د ځمکینو عملیاتو پر کموالي اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان حکومت معلومات ښیي، چې د تېرکال له کب میاشتې تراوسه ۳۸۷ کسان وژل شوي، ۵۹۰  نور ټپیان او۲۰۰ کسان تښتول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي، چې دا یو جنایت او نبښونکې کړنه او له جنګي قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

د دغه راپور له مخې؛ د طالبانو مرګ او ژوبله کمه شوې؛ ځکه امریکا او افغان ځواکونو د امریکا او طالبانو د سولې له هوکړې وروسته په خپلو بریدونو کې کموالی راوستی دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جاناتان فافمن ویلي، چې  په افغانستان کې د تاوتریخوالي له اوسنۍ کچې سره موافق نه یو، د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کچه په بیساری توګه لوړه شوې. په دې موده کې مونږ په امنیتي بنسټونو کې له خپلو افغان همکارانو سره مرسته کوو. که څه هم د امریکا پر پوځیانو او د ښارونو په مرکزونو کې برید ندی شوی؛ خو د تاوتریخوالي لوړه کچه نشي کولی په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو په موخه له یوه سیاسي حل سره مرسته وکړي.

په همدې وخت کې سیګار کانګرس ته په خپل درې میاشتني راپور کې پدې اندېښنه ښودلې، چې ناټو د سولې له هوکړې وروسته د طالبانو د بریدونو په اړه معلومات نه خپروي او د افغان ځواکونو لخوا ځمکني عملیات کم شوي دي.

د پوځي چارو شنونکی جاوید کوهستاني ویلي، چې طالبان له امریکا سره جګړه نکويږ د هغو جنګ له حکومت سره دی.

 طالبانو ویلي، چې د دغو بریدونو ډېره برخه دوی نه دي تر سره کړي؛ خو د اوربند په اړه یې د افغان حکومت ، ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې غوښتنه رد کړې ده.

Trending

Exit mobile version