تازه خبرونه

طالبانو له اوربنده سرغړونې کړي – دفاع وزارت

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۰)

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې د طالبانو تر چتر لاندې ترهګريزو ډلو د هېواد په څو ولایتونو کې بریدونه تر سره کړي، چې ملکي وګړیو او امنیتي ځواکونو ته یې ځاني زیانونه رسولي دي.

که څه هم تمه کېده، چې د اختر په درې ورځو کې به خلک د جګړې شاهدان نه وي؛ خو په ښکاره د هېواد په اووه ولایتونو کې د پلازمېنې په ګډون تاوتریخوالی شوی دی.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ویلي: د هېواد او ولایتونو په بېلابېلو برخو کې له اوربنده سرغړونه لیدل شوې او بېلابېلې ډلې د طالبانو تر چتر لاندې، چې له طالبانو سره اړیکې لري له اوربنده  سرغړونه کړې. حکومت اوربند مات کړی ندی، خو دښمن له اوربنده سرغړونه کړې ده.

د اختر په تېرو درې ورځو کې ترسره شوي تاوتریخوالي ملکيانو او پوځیانو ته ځاني زیانونه اړولي؛ د کابل د شکردرې ولسوالۍ په یوه جومات کې د چاودنې له کبله د جومات د امام په ګډون د ۱۴ کسانو وژل کېدل، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د یوه پوځي او دوه ملکي وګړيو ټپي کېدل، په کندوز کې د چاودنې له کبله د دوه ملکي وګړیو وژل کېدل او د دوه نورو ژوبلېدل، په غزني کې د چاودنې له کبله د دوه ملکي وګړیو وژل کېدل، په کندهار کې د چاودنې له کبله د ملکي وګړیو مرګ و ژوبله، په کاپيسا کې چاودنې ولسي خلکو ته مرګ و ژوبله لړولې او په روزګان کې طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه کړي دي.

د روزګان والي محمد عمر شېرزاد ویلي: د روزګان په دوه بېلابېلو سیمو کې له اوربنده سرغړونه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ لومړی د روزګان – کندهار پر لویه لار د امنیتی ځواکونو پر کاروان برید شوی او بل برید د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز شوی، چې امنیتي ځواکونه یې ټپیان کړي دي.

هغه وایي، طالبانو اوربند ته خپله ژمنتیا نده پوره کړې.

د ولسي جرګې غړي محمد عارف رحماني ویلي، چې د اوربند پرمهال ډېري بریدونه د درېیمې کړۍ له لوري د رامنځته شوې باوري فضا د له منځه وړو لپاره ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوې سرچینې ويلي؛ د طالبانو د بېلې شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی، چې څلور ورځې مخکې په هرات کې ټپي شوی و، نن یې د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړې ده.

Trending

Exit mobile version