تازه خبرونه

طالبانو له دولت څخه د موسی کلا ولسوالي ونیوله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند د موسی کلا ولسوالي هم د وسله والوطالبانوپه ولکه کې راغله، په دې ولسوالۍ کې د تېرو پنځو ورځو را په دې خوا د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه پيل شوې وه چې د چهارشنبې په ورځ تر سختې جګړې وروسته دا ولسوالي د مخالفينو په ولکه کې شوه.

 د هلمند ولايتي شورا وايي چې په دې جګړه كې تر ۲۵ پورې دولتي سرتېري وژل شوي او تر سلو پورې نور ټپيان دي.

د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مسول بشير احمد شاکر وايي چې تر سختو جګړو وروسته د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې شاوخوا سل تنه امنيتي سرتېري او د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان ټپيان شوي ولسوال او نور اړوند مامورين شاوخوا نهه بجې له ولسوالۍ څخه وتلي او ټپيان يې يوې امن سيمې ته لېږدولي دي.

 نوموړی زیاتوي چې د امنيتي ارګانونو تر منځ نه همغږي د چارواکو بې کفايتي او د مرکزي دولت نه پاملرنه د دې لامل شوه چې موسی کلا ولسوالي هم د وسله والو مخالفينو لاس ته ورشي.

هغه وايي كه يوه سالمه رهبري رامنځ ته نه شي نو ښايي نورې سيمې هم له ورته ګواښونو سره مخ شي.

پرهمدې مهال د يادې شوې شورا يو بل غړی عبدالمجيد آخندزاده وايي چې د نوموړې ولسوالۍ له سقوط سره د نورو ولسواليو ورته برخليک هم تړلی او که يې د مخنيوي له پاره کوټلې هڅې ونه شي د دې جګړو اور به تر لښکرګاه او نورو مرکزي سيمو پورې را ورسېږي.

پرهمدې مهال د نوموړې شورا رئيس وايي چې د تيرې ورځې راپه ديخوا په موسی کلا ولسوالۍ کې د شوې جګړې له امله ۲۵ دولتي سرتيري وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نورټپيان دي، خوددې ولسوالۍ په اړه د هلمند د والي وياند يوازې دومره وايي چې هلته جګړه روانه ده اوهلته يولړستونزې پرځای پرتې دي.

Trending

Exit mobile version