تازه خبرونه
طالبانو له دوه میاشتو راپدیخوا نږدې ۱۰۰۰ ولسي وګړي زیانمن کړي – ملي امنیت شورا
د ملي امنیت شورا ویلي، چې له امریکا سره د طالبانو د سولې له تړون راپدیخوا نږدې ۱۰۰۰ ولسي وګړیو ته مرګ او ژوبله اړولې او یا یې تښتولي دي.
د ملي امنیت شورا زیاته کړې؛ د طالبانو دغه کړنې ښيي، چې دوی سولې ته ژمن ندي.
د ملي امنیت شورا وايي، له کومه وخته چې طالبانو له امریکا سره د سولې تړون لاسلیک کړی، دغې ډلې ۳۳۷ ولسي وګړي وژلي، ۴۵۲ یې ټپیان کړي او ۱۶۴ کسان یې تښتولي دي.
د ملي دفاع وزارت دا هم ويلي، چې په دې وروستیو کې پر افغان سرتېرو د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي څرګنده کړې، چي طالبانو بیا هم پر نظامیانو او پر ملکي وګړیو خپل بریدونه چټک کړي او دوی ته هم ځاني زیانونه رسیدلي دي.
طالبان بیا د افغان حکومت دا څرګندونې بیځایه ګڼي او وایي، چې حکومت د جګړې دوام ته زمینه برابره کړې ده.
طالبانو ویلي؛ په داسې حال کې، چې کرونا ویروس د زندانیانو ژوند ګواښي او که حکومت طالب زندانیان خوشې نکړي؛ نو غچ به یې واخلي.
د هوايي ځواک پخوانی قومندان وهاب وردګ په ډاګه کړې، چې امریکا باید یوه لار را جوړه کړي، چې زندانیان خوشې شي او تاوتریخوالې هم کم شي.
دغه راز د طالبانو بریدونو په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ قومندان غبرګون ته اړ کړ او جنرال میلر ویلي؛ که طالبان بریدونو ته دوام ورکړي، دوی به یې هم ځواب ورکړي.
همداراز د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون مشر خان آقا رضایي ویلي، چې که سرتېري پیاوړي نشي؛ نو ځواکونه به ډېر زیانمن شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له کرونا ویروس سره پر نړیواله مبارزه د راڅرخیدو لپاره په یوه د خپل پرېکړه لیک له مخې په ټوله نړۍ کې د درې میاشتو لپاره د جګړو د دریدو غوښتنه کړې ده.
