تازه خبرونه

طالبانو له لوی اختر وروسته د خپلمنځی خبرو پیلولو ته مشروط چمتووالی ښودلی

Published

on

(Last Updated On: زمری ۳, ۱۳۹۹)

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند ویلي؛ دوی چمتو دي، چې دولتی بندیان تر اختر پورې خوشي کړي او د خپلمنځي خبرو د پيل لپاره باید افغان حکومت هم تر اختره د ورسپارل شوي نوملړ له مخې د دوی شپږ سوه طالب بندیان خوشي کړي.

 په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین په يوه تویت کې تېره ورځ زیاته کړې، چې د دغه بهیر له بشپړېدو وروسته چمتو یو، چې له لوی اختر وروسته بین الافغاني خبرې پیل کړو.

 حکومت وایي، د سولې خبرو لپاره باید طالبان اورکم وکړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، چې حکومتي مرکچي پلاوی خپلمنځي خبرو ته چمتو دی؛ خو طالبان پلمې کوي او غواړي دا بهیر له خنډ و خنډ سره مخ کړي.

د دولت له زندانو د ۶۰۰ طالب بندیانو خوشي کول یوه جنجالي مسله شوه، چې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم له دې پرېکړې ملاتړ کړی دی.

د بشري حقونو کمیسیون مطبوعاتي مسوول ذبیح الله فرهنګ وایي:   مونږ له حکومت غواړو، چې د ۵۹۲ طالب بندیانو د خلاصون زمینه دې برابره کړي او هغو بندیانو، چې له بشري حقونو سرغړونه کړی؛ باید له خوشې کولو یې ډډه وشي.    

د چارو یو شمېر شنونکيو ویلي؛ حکومت د ۶۰۰ طالب بندیانو په نه خوشي کولو د سولې رامنځته شوی فرصت له ستونزو سره مخ کوي.

د افغانستان د سولې بورد غړې نګینه یاری وایي: مونږ له حکومت او د افغانستان د سولې له امریکایي استازي غواړو، چې په دې اړه ډاډمن ګامونه پورته کړي، چې خپلمنځي خبرې پیل شي.       

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود ویلي، چې د سولې خبرو مناسب وخت رامنځته شوی؛ د طالب بندیانو خوشې کول یوه مشروع او منلې غوښتنه ده، چې حکومت یې باید پلې کړې.        

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي امنیت شورا دفتر ویلي؛ سره له دې، چې خوشې شویو طالبانو جګړې ته د نه ستنیدو ژمنه کړې وه؛ خو ډېر شمېر خوشي شوي طالبان د حکومت پرضد د جګړې لیکو ته ستانه شوي دي.

Trending

Exit mobile version