تازه خبرونه

طالبانو له پاکستان سره “رسمي خبرو” ته وردانګلي

Published

on

Reuters
(Last Updated On: وږی ۴, ۱۳۹۹)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي منلې، چې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر یو پلاوی به د سې شنبې پر ورځ د رسمي خبرو لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته ورشي.

قریشي د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د طالب پلاوي ورتګ تائید کړ؛ خو په دې اړه یې، چې پلاوی به له چا سره ګوري ډېر جزئیات ورنکړل.

د طالب پلاوي مشري په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ملا عبدالغني برادر کوي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بلنه ورغلي او تمه ده، چې د افغانستان د سولې د خبرو اترو پر موضوعاتو خبرې وکړي.

ملابرادر شاوخوا اته کاله په پاکستان کې بندي و او بیا پر ۲۰۱۸ کال په افغانستان او سیمه کې د سولې د رامنځته کولو لپاره د امریکا په غوښتنه آزاد شو.

دا دوه یم ځل دی، چې د طالبانو سیاسي پلاوی د ملا برادر په مشرۍ پاکستان ته سفر کوي؛ لومړنی سفر یې د تېر کال په اکتوبر کې تر سره کړی او لومړی یې له پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي.

قریشي له رسنیو سره په خبرو کې په ډاګه کړه، چې د تېر اکتوبر سفر د دې لامال شو، چې طالبان د روان کال په فبروري میاشته کې له امریکا سره په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو تړون لاسلیک کړي.

هغه دا هم ویلي، چې طالبان یو ځل بیا په دې هیله راوبلل شول، چې د افغانستان د خبرو اترو د پیل کیدو په لاره کې رامنځته شوي خنډونه لرې کیدلی شي.

د یکشنبې په ورځ، د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او غړي سهیل شاهین په یو لړ تویتونو کې په ډاګه کړه، چې: دا پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې په پروسه کې د وروستي پرمختګونو، د دواړو ګاونډ حکومتونو تر منځ د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ آسانتیاوو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او نورو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

هغه دا هم ویلي: د سیاسي دفتر پلاوي به په نږدې راتلونکي کې نورو هېوادونو ته هم ډېر سفرونه ولري.

د طالب پلاوي دا سفر یوازې څو ورځې وروسته له هغه تر سره شو، چې پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې دا کار د ځانګړیو مالي مرستو FATF له خړ نوملړه د وتلو او پرې د بندیزونو ماتولو لپاره کړی دی.

د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ حکومت د ترهګرو اړوند بانکي حسابونه او جایدادونه هم ضبط کړي دي او په دې تحریم او بندیز کې پرې نړیوال سفرونه هم بند شوي دي.

دغه راز پاکستان پر هغو ۸۸ کسانو بندیزونه لګولي، چې د ملګرو ملتونو لخوا یې هم په تور نوملړ کې نومونه راغلي دي.

دا اعلامیه د FATF له مهمې غونډې مخکې؛ ځکه خپره شوې، چې د پیسو مینځلو او ترهګرۍ په تمویل کې د پاکستان پرمختګ وارزول شي.

پاکستان له ډېر وخت راپدیخوا د طالب مشرانو په مرسته او ملاتړ تورن دی؛ خو اسلام آباد تل دغه تورونه رد کړي دي.

د یادونې ده، چې پاکستان د ۲۰۱۸ کال له جون راپدیخوا د FATF په خړ نوملړ کې راغلی او ۷ میاشتې مخکې هم وروستی ګواښ ورته شوی دی.

Trending

Exit mobile version