تازه خبرونه

طالبانو ماین ښخونه ډېره کړې او سیمې ناامنه کوي- امنیتي ځواکونه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۰, ۱۳۹۹)

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي، چې طالبانو له تېرې یوې اوونۍ راپدیخواکې په ۲۲ ولایتونو کې ۳۶۸ بریدونه کړي دي.

د آرین د څرګندونو له مخې، په دې ېښو کې لږ تر لږه ۴۹ عام وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

په دې شمېرکې د امرالله صالح پر کاروان د پروني برید ځاني زیان حساب شوی ندی، چې په پایله کې یې لس تنه وژل شوي او له ۱۵ دېر ټپایان دي.

دغه راز ملي دفاع وزارت ویلي، چې افغان ځواکونو په تېرو څو ورځو کې د وسلوالو طالبانو لسګونه ماینونه شنډ کړي دي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې طالبانو په عامه سړکونو کې د ماینونو او چاودیدونکیو توکو ځای پرځای کول ډېر کړي دي.

د ملي اردو ځواکونو د چار شنبې پر ورځ د کندهار ولایت په میوند ولسوالی کی ۲۹ ماینونه شنډ کړي دي.

د هلمند ولایت په نهر سراج او نادعلی ولسوالیو کې هم لږ تر لږه ۲۲ ماینونه کشف او شنډ شوي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، ماینونه د ملکي وګړیو د وژلو لپاره ښخ شوي او ملکي وګړیو ته یې درانده زیانونه هم اړولي دي. په داسې حال کې، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانانو د دفاع لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کوي.

په یوه بله پیښه کې د چهارشنبه پر ورځ د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې چاودیدونکي توکي کشف او شنډ  او لس نور ماینونه د فراه په دوه ولسوالیو کې شنډ شوي دي.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې دا ټول ماینونه په عامو سړکونو ځای پر ځای شوي وه.

په افغانستان کې د بشري چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر موندنې ښیي، چې تېره اوونۍ په ټول هېواد کې درندې نښتې شوي دي.

د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې؛ ۷۸۶۱۰ کسان په سهیل ختیځو ولایتونو کې د نښتو له کبله بې ځایه شوي دي.

یوازې په کندوز ولایت کې د نښتو پر مهال لږ تر لږه ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

تر دې دمه د کندوز د جګړو په پایله کې شاوخوا ۱۰۷۳۰ کورنۍ یا نږدې ۷۵۱۱۹ کسان بې ځایه شوي دي.

په تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو کې په سلګونه نور خلک د جګړو له کبله بې ځایه شوي دي.

د هېواد په ختیځو برخو کې ۴۶۳۰ کسان بې ځایه شوي او په ننګرهار او کونړ ولایتونو پوره ناامنه دي.

په بلخ، فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو کې د ملي امنیت ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي او په شمال کې امنیتي وضعیت هم بې ثباته شوی دی.

د راپورونو له مخې؛ په ټول جنوب کې امنیتي وضعیت خراب شوی او د چاودیدونکیو توکو له کبله د هلمند او زابل د ولسوالیو او ولایتي مرکزونو ترمنځ تګ راتګ هم ستونزمن شوی دی.

ویل کیږي، چې د شاه وليکوټ او ارغستان ولسوالیو ته غزېدلي سړکونه له ماینونو ډک شوي، چې دې ولسوالیو ته د تجهیزاتو لیږد یې هم ستونزمن کړی دی.

همدارنګه ، په روزګان ولایت کې  ترینکوټ او چنارتو ولسوالیو ته غزېدلې لارې بنده دي او نږدې ۸۰۰ کورنۍ، چې شاوخوا ۵۶۰۰ کسان کیږي؛ خواړو او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نلري.

د بشري چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر یا OCHA هم ویلي، چې د هېواد په لویدیځ کې امنیتي وضعیت له نورو برخو هم خراب شوی دی.

په غور ولایت کې د ماین په چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي. د راپور له مخې؛ د اګست له ۲۹ د سپتمبر تر ۳ پورې له ایران څخه ۱۰۴۰۶ کسان پرته له اسنادو راستانه شوي دي.

ویل کیږي، چې په لویدیځ کې له جنګ ځپلیو خلکو سره لازمي مرستې روانې دي.

Trending

Exit mobile version