تازه خبرونه

طالبانو ملي پخلاینې عالی شورا ته د سولې خپله مسوده وړاندې کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۸, ۱۴۰۰)

د ملي پخلاینې عالي شورا د طالبانو د سولې یوه مسوده ترلاسه کړې ده.

که څه هم دا شورا د طالبانو د سولې د مسودې پر منځپانګه څه نه وایي؛ خو ټینګار کوي، چې د حکومت او طالبانو له ګډ پلان سره په افغانستان کې د سولې لپاره د ګډ اند تمه کېدی شي.

د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیال عطاء الله سلیم ویلي: له ټولو سختیو او ټولو ناوړه شرایطو سره، چې په تېرو وختونو کې مو ټولنه ورسره مخ شوې نور ورته د پای ټکی ږدو؛ ډاډه یم، چې طالبانو هم د سولې پر پلان کړی او مسوده یې مونږ ته رارسیدلي ده. هیله من یم، چې د دواړو پلانونو له یوځای کېدو مونږ یعنې د افغانستان خلک او د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو تحریک یوې واحدې طرحې ته ورسیږو.

له هغې وروسته، چې طالبانو د استانبول غونډه رد کړه او یو پلاوی یې پاکستان ته ولاړ؛ د ملي پخلاینې عالي شورا د طالبانو دې کړنې ته د بدیلې طرحې د وړاندې کولو خبره وکړه؛ خو اوس یې څرګنده کړه، چې بدیلهطرحه پر طالبانو د فشار راوړل دي.

د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وایي: مونږ پر یو بل پلان کار کوو؛ خو مونږ ډاډه یو، چې دا د سولې لار ده او زمونږ پلان د جنګ لاره نده او مونږ طالبان د فشار له لارې خبرو اترو میز ته راکاږو.

په دې ناندریزو هڅو کې، چې طالبانو کابل ته د سولې پلان استولی او امریکا غواړي خپل سرتېري وباسي؛   ولسمشرۍ ویلي، چې له لویدیځ او امریکا سره د نړیوالو اړیکو نوې کړکۍ خلاصوي.هغه اړیکې، چې ملکي یې بولي.

د ولسمشر سلاکار جمعه خان اچکزي ویلي؛ نوې اړیکې داسې ښکاري، چې ملکي – ډیپلوماټیکې اړیکې وي، چې مرستې په کې شاملې دي.

له دې سره همهاله د ولسمشرۍ دفتر د ارزونې لپاره ځینو سیاسي کړیو ته د ولسمشر غني د سولې پلان وړاندې کړی دی.

د افغانستان د نوي اساس ګوند مشر حمدالله علیزي ویلي: مونږ دا پلان ارزوو او مونږ د سولې لپاره ګډ لید سره متحد افغانستان غواړو.

د ملي پخلاینې عالي شورا د استانبول غونډې ته شل ورځې مخکې د توحید او تحلیل کمیټې یو پلان وروستی کړی؛ خو که څه هم افغان حکومت څو ځله دې ناستې ته چمتووالی په ډاګه کړی؛ خو تر دې دمه یې یو واحده طرحه خلکو ته وړاندې کړې نده.

Trending

Exit mobile version