تازه خبرونه
طالبانو مولوي هیبت الله خپل مشر وټاکه
وسله والو طالبانو د ملا منصور له وژل کېدو وروسته د مولوی هيبت الله په نوم يو کس د خپل نوي رهبر په توګه ټاکلی دی.
وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا خبر تايید کړی دی. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې که وسله وال طالبان سوله ونه کړي، د خپلو مشرانو په څېر به په پردۍ خاوره کې ووژل شي. یو شمېر شنونکي وايي چې مولوي هيبتالله له سختو مخالفتونو سره مخامخ دی.
د وسله والو طالبانو تازه ټاکل شوی رهبر مولوي هيبتالله د ملا عبدالستار زوی د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی او اووه څلوېښت کلن دی. نوموړی د یونس خالص د اسلامي حزب سره کاري مخینه لري. نوموړي په کندهار او پاکستان کې په دیني مدرسو کې د مدرس په توګه هم دنده ترسره کړې ده، د طالبانو په دوران کې يې د ټولو محاکمو د ريیس په توګه دنده لرله، نوموړي په اوس وخت کې هم د وسله والو طالبانو په لیکو کې د محکمو د رییس په توګه دنده پر مخ وړله. نوموړي د وسله والو طالبانو د رهبري په شورا کې غړیتوب درلود او له ملا منصور سره یې ښې اړیکې درلودې. سراج الدین حقاني او د ملا محمدعمر زوی ملا یعقوب د هغه مرستیالان ټاکل شوي دي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايي: “زه له طالبانو غواړم چې د سولې له بهير سره يو ځای شي، پرته له دې به يې د خپل وژل شوي رهبر په څېر په پردۍ خاوره کې ووژل شي. د دې وطن سرتېري به له دې هېواد څخه دفاع کوي او د دوی په وړاندې به مبارزه کړي.”
یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې له دې وروسته به وسله وال طالبان په څو ډلو ووېشل شي.
د ولسي جرګې غړی داوود کلکاني وايي: “دا ټاکنه به د طالبانو د غړو په منځ کې ډېره ګډوډي پېښه کړي چې دا د افغانستان له پاره تر ټولو ښه موکه ده.”
ځينې نور بیا وايي چې هيبتالله د پوست مزاج خاوند دی او ښايي سولې ته میلان وښيي. د نوې ملي جبهې ویاند وحیدالله غازي خېل وايي: “هيله لرم چې د دې کس په ټاکلو سره د سولې بهير بېرته پيل شي.”
له بلې خوا داسې انګېرنې موجودې دي چې که د سیمې استخبارات او په ځانګړې توګه پاکستان د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو هوډ ونه کړي، په افغانستان کې به د سولې خبرې د پام وړ او مثبته پایله ورنه کړي.