تازه خبرونه

طالبانو ټولو سند لرونکیو افغانانو ته د وتلو اجازه ورکړه – امریکا

Published

on

(Last Updated On: وږی ۸, ۱۴۰۰)

بریټانیا، امریکا او نورو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې په ډاګه کړې؛ طالبان د نورو هېوادونو سند لرونکیو وګړیو او افغان همکارانو ته یې، چې له افغانستان څخه وتلو ته لیواله دي؛ اجازه ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اوبپاڼه کې د خپرې شوې اعلامیې له مخې: دې هېوادونو له طالبانو ډاډ ترلاسه کړی، چې ټول بهرني وګړي او هر سند لرونکی افغان په خوندي او منظم ډول بهر ته د تګ او راتګ اجازه لري.

د ۱۰۰ هېوادونو په اعلامیه کې راغلي: مونږ له طالبانو پوره ډاډه یو، چې هغوی کولی شي خپلو اړوند هېوادونو ته ډاډمن سفر وکړي.

په اعلامیه کې په ډاګه شوې: آسترالیا، جرمني، ډنمارک، پولنډ، جاپان، فرانسه، هسپانیه او نور هېوادونه هیله من دي، چې خپلو همکارو افغانانو ته د سفر اسناد لېږل روان وساتي.

پنټاګون د شنبې پر ورځ ویلي، چې دا غوښتنه له هغې وروسته راپورته شوې، چې امریکایي سرتېرو له کابل هوایي ډګر څخه وتل پیل کړل؛ ځکه، چې اوس له افغانستان څخه د وتلو هڅې وروستي پړاو ته رسیدلې دي.

Trending

Exit mobile version