تازه خبرونه

طالبانو په افغانستان کې د امریکا له اډو ساتنه کړې – راپور

Published

on

رویټرز د درې امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې طالبانو د یوه کال لپاره په افغانستان کې له امریکا سره د یوې ناڅرګندې ضمیمې پر بنسټ د امریکايي اډو ساتنه کړې ده.

دوه لویدیځو سرچینو رویټرز ته څرګنده کړې، چې امریکا د طالبانو هغه وړاندیز، چې له داعش جنګیالیو به د امریکایي اډو ساتنه کوي؛ منلی دی.

راپور زیاته کړې؛ طالبانو غوښتل امریکایانو ته خپل نیک نیت وښیي، چې د افغانستان خاوره به د امریکا پروړاندې ونه کارول شي.

یوه غربي ډیپلوماټ په ډاګه کړې؛ د طالبانو لپاره دا مهمه ده، چې د حقاني شبکې په ګډون پر نورو ډلو هم خپله وړتیا ثابته کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت تراوسه پر دې راپور نه تبصره کړې او نه یې رد کړی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ له طالبانو سره د امریکا د دوحې تړون له لاسلیک وروسته د امریکا پر اډو هیڅ برید ندی شوی او د مرګ و ژوبلې راپور هم ورکړشوی ندی؛ خو پر افغان ځواکونو بریدونه ډېر شوي، چې په کې ملکي وګړیو ته هم ځاني زیان رسېدلی دی.

رویټرز زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د طالبانو په بریدونو کې له سل ډېر افغان ځواکونه وژل شوي دي.

دغه راز په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو منظم وتل پیل شوي دي.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي وه، چې د سپټمبر تر ۱۱ به له افغانستان څخه ټول امریکایي سرتېري وباسي.

له بلې خوا د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پدې اړه څه ندي ویلي؛ خو هغه ویلي وه، چې د می له لومړۍ نېټې وروسته داسې کوم ډاډ نشته، چې پر امریکایي ځواکونو به برید نه کیږي.

همدارنګه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو د خبرو اترو له ډلې سره د سولې د روانو خبرو په اړه خبرې کړې دی.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ویلي؛ د ملا برادر په مشرۍ طالب استازیو له خلیلزاد سره کتلي؛ دواړو لوریو د افغانستان پر اوسني وضعیت، بندیانو او د سولې پر روان بهیر خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب ویاند نعیم وردګ په خپل یوه ټویټ کې د امریکایي اډو د ساتنې ادعا بې بنسټه بولي او وایي، چې دغه څرګندونې حقیقت نلري.

Trending

Exit mobile version